|
کرزى او بوش پر افغان امنيت خبرې وکړې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ولسمشر حامد کرزي له خپل امريکايي سيال، جورج ډبليو بوش، سره واشنگټن ته نژدې په کمپ ډېويډ کې خبرې اترې کړې دي. له وسله والو طالبانو او القاعدې سره د جگړې ستراتېژي، د افغانستان امنيت، ولسي افغانانو مرگ ژوبله او له گاونډيو سره اړيکې د دوى د خبرو په سر کې وې. له ولسمشر بوش سره په گډه خبري غونډه کې، ولسمشر کرزي وويل طالبان مات شوي دي، خو لاهم په غرونه کې شته او له افغان او نړيوالو ځواکونو سره جنگېږي. دۀ وويل: ''طالبان د افغانستان حکومت ته گواښ نه دي، بلکې دوى د افغانستان خلکو ته گواښ پېښوي.'' دواړه مشرانو د امن پر سيمه ييزې پورې هيلې وتړلې چې د اورپکو په ضد جگړه کې له پاکستان سره د هڅو پر همغږي کولو خبرې وشي. ولسمشر بوش هم په ترهگرۍ ضد جگړه کې په ډگر کې د هڅو همغږې کول مهم وبلل. هغه وويل: ''زه ډاډمن يم چې پر کارنده استخباراتو به وکولاى شي د القاعدې مشران عدالت ته راکاږو.'' امريکا سږ کال افغانستان ته لس ميليارده ډالر ورکوي چې د دغۀ هېواد خپل امنيتي ځواک پرې ورغول شي. ولسمشر کرزي په افغانستان کې د ولسي خلکو د زياتېدونکې مرگ ژوبلې په اړه خپله اندېښنه هم له ولسمشر بوش سره شريکه کړې ده. ولسمشر کرزي همدارنگه له خپل امريکايي سيال سره د سويلي کوريا د ٢١ تنو برمته شويو وگړو پر برخليک هم خبرې کړې دي، چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا نيول شوي دي. د سويلي کوريا له ٢٣ يرغمل شويو کسانو څخه يې دوه تنه له مخکې لا وژل شوي او دوه نور، ويل کېږي، چې سخت ناروغ دي. دوى نژدې له دريو اونيو راهيسې د طالبانو لخوا يرغمل نيول شوي دي. طالبانو او کوريايي چارواکو تاييد کړې چې دوى د برمته شويو کسانو د برخليک په اړه اړيکې سره نيولې دي. خو د دغو خبرو ډېر جزيات تر اوسه نه دي ورکړل شوي. | ورسره تړلي نور خبرونه ولسمشر کرزى امريکا ته ولاړ04 اگست, 2007 | افغانستان ولسمشر کرزى امريکا ته ځي17 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||