|
ولسمشر کرزى امريکا ته ځي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ولسمشر حامد کرزى به راتلونکي مياشت د امريکا متحدو ايالاتو ته په دوه ورځني سفر ولاړ شي. ولسمشر کرزى به په کمپ ډيويډ ارامځاى کې له خپل امريکايي سيال، جورج ډبليو بوش، سره د اگست په پنځمه او شپږمه وگوري. له سپينې ماڼۍ څخه په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دواړه مشران به د افغانستان د اوږدمهالې ولسواکۍ، هوساينې او امنيت په اړه پر خپلو گډو هڅو غور وکړي. دغه خبرې به پر هغه څه راټولې وي چې دوه کاله مخکې د گډې ستراتيژيکې ملگرتيا په اعلاميه کې پرې هوکړه شوې وه. خبرپاڼه وايي دواړه مشران به د افغانستان د ملي پرمختگ پر ستراتيژي، په افغان حکومت کې پر فساد ضد مبارزې، د عدالت په برخه کې پر پرمختگونو او اقتصادي پرمختياوو بحث وکړي. په ترهگرۍ ضد جگړه کې د دوو لوريو همکاري، د نشه يي توکو په وړاندې هلې ځلې او له گاونډيو هېوادونو سره اړيکې به د افغان او امريکايي مشرانو د خبرو له نورو موضوعاتو څخه وي. دواړه مشران به د افغانستان د پرمختياوو په اړه په داسې مهال کې سره وگوري چې په هېواد کې روان حالات په بېلابېلو برخو کې ترينگلي ښکاري.
له دې سربېره، د افغان حکومت او امريکايي ادارې لپاره د پام وړ خبره له گاونډيو هېوادونو، په تېره بيا له پاکستان سره، د اړيکو مساله ده. امريکا ته د ولسمشر کرزي د وروستي سفر، چې په تېر سپتمبر کې و، تر ټولو غټه لاسته راوړنه د امن د جرگې پر جوړولو د افغان او پاکستاني حکومتونو هوکړه وه. اوسنى سفر، د دغې جرگې په درشل کې کېږي. د جرگې موخه د دوو گاونډيو هېوادونو په گډه همکارۍ په سيمه کې د امنيت ټينگول او د شته دپلوماتيکې ترينگلتيا کمول ښوول شوي دي. په داسې حال کې چې خبريالان وايي د امن جرگې د پايلو په اړه هيلې ترپخوا پيکه شوې، معلومه نه ده چې افغان او امريکايي مشران به دا ځلې په سيمه کې د ټيکاو په اړه څه نوي وړانديزونه ولري که نه. | ورسره تړلي نور خبرونه افغانان دولسمشر کرزي د بهرني سفر نتيجو ته سترگې په لاره دي 18 سپتمبر, 2006 | خبرونه کرزى : ترهگر د هيچا استازيتوب نه کوي16 سپتمبر, 2006 | خبرونه مشرف : بوش زۀ او افغان مشر گډې غونډې ته بللي يوو11 سپتمبر, 2006 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||