|
افغانان دولسمشر کرزي د بهرني سفر نتيجو ته سترگې په لاره دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسمشر حامد کرزى د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلنۍ غونډه کې د گډون لپاره له پلازمينې کابل نه د نيويارک ته تللى دى . دى . په پام کې ده چې ښاغلى کرزى له غونډې وروسته د کاناډا له پلازمينې اوتاوا او د متحدو ايالاتو له پلازمينې واشنگټن DC نه رسمي ليدنه وکړي . په کابل کې د ولسمشرۍ د دفتر سرچينې وايي چې ښاغلى کرزى به د ولسمشر بوش په حضور کې د پاکستان له ولسمشر پرويز مشرف سره هم د ترهگرۍ پر ستونزه پرانستې خبرې اترې ولري . په کابل کې له دغو خبرو اترو دگټورو پايلو تمه کيږي . په لويه کې امريکا ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د دې سفر اصلي پلمه او موخه د ملگرو ملتونو دسازمان د عمومي اسامبلې په ٦١ نوبتي غونډه کې گډون بلل کيږي . په همدې موخه له نوموړي سره په سفر کې د بهرنيو چارو د وزير په گډون لوړ پوړى حکومتي پلاوى ملگرى دى. خو بل لور ته د دغې غونډې د بحثونو او پايلو پر ځاې په کابل کې ډير پام واشنگټن DC او اوتاوا ته د ولسمشر د څنگزنو سفرونو د پايلو په لور دى . ښکاره ده چې د اوس لپاره په دغو دواړو پلازمينو کې د پلان شويو خبرو اترو څرنگوالى او جزيات تر ډيره ندي معلوم . خو پخپله د ولسمشر کرزي له لورې د ورکړل شويو اشارو له مخې دا گڼل کيږي چې کيدونکې خبرې اترې به تر ډيره د افغانستان په روانو حالاتو او د ترهگرۍ خلاف جگړه کې له يو بل سره د همکارۍ پر لا زياتې پراختيا راټولې وي . ښاغلي کرزي تر راونيدو دوه ورځې وړاندې په کابل کې خبريالانو ته وويل چې واشنگټن ته له ولسمشرانو بوش او مشرف سره د خبرو لپاره له روښانه اجندا سره ورځي . ډير دا گڼي چې ددغې اجندا د مينځ ټکى به د پاکستان له خاورې د ديورنډ پر کرښه د طالبانو د را اوښتو ستونزه وي . کابل له اوږدې مودې راهيسې په ډاگه ادعا کوي چې گواکې د افغانستان په ناکراريو کې راښکيل طالبان او د هغوى بهرني ملاتړي له پاکساتان نه ور اوړي . کابل دا هم وايي چې دورانکارو د روزنې او سمبالتيا مرکزونه په پاکستان کې دي او دا چې د پاکستان حکومت گواکې د ترهگرود روزنيزو مرکزونو په تړلو کې هسې چې ښايي ، مرسته نده کړې . اوس به د ښاغلي کرزي هڅه دا وي چې د ولسمشر بوش په حضور کې له خپل پاکستاني سيال سره په همدې ستونزه پرانستې خبرې اترې وکړي او له هغه نه د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د فعاليتونو د کنترول په تړاوو روښانه ژمنې واخلي . دا ډول د واشنگټن دغې درې اړخيزې کتنې ته د کابل او اسلام اباد تر مينځ د پرله پسې لفظي شخړو تر شا په اړيکو کې د رامينځ ته شوي کنگل د اوبه کولو په نظر هم کتل کيږي . که څه هم چې د دواړو هيوادونو په مشرتابه د امريکا اغيز ته په کتو سره د اوس لپاره د خبرو د پايلو په تړاوو خوشبيني ډيره ده خو تر څنگه يې د افغان او پاکستاني حکومت د خپل منځي اړيکو تيرو تجروبو او تاريخ ته په کتو سره شکونه لا هم په خپل حال پاتې دي . په واشگټن سربيره د اوتاوا د خبرو د مينځ ټکى هم افغانستان ته د سولې او ثبات په راستنولو کې د ناټو په چوکاټ کې د کاناډايي ځواکونو د ونډې د څرنگوالي ارزول ښودل کيږي . کا ناډا دا مهال په افغانستان کې له ٢٠٠٠ ورپورته سرتيري لري چې په سويلي ناکراره ولايت کندهار کې دنده تر سره کوي . دغه سرتيري له څو مياشتو راهيسې له طالبانو سره په توده جگړه اخته دي چې ځاني تاوانونه يې هم زغملي . له طالبانو سره د کاناډايي سرتيرو دا ډول پرله پسې جگړو د دغه هيواد د خلکو په مينځ د خپلو سرتيرو د خطرناکه ماموريت د دوام په تړاوو پوښتنې رامينځ ته کړي . اوس به د ښاغلي کرزي هڅه دا وي چې په خپلې وينا سره د کاناډا خلک د دغه پوځي ماموريت دوام ته وهڅوي او دا ډول له دې اړخه د کاناډا د لومړي وزير ستيفين هارپر او نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو له لورې ډاد تر لاسه کړي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||