BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:04 گرينويچ 2007 ,04 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسمشر کرزى امريکا ته ولاړ
ولسمشر کرزى به له ولسمشر بوش سره د افغانستان د روانو پرمختياوو په اړه خبرې وکړي
ولسمشر کرزى به له ولسمشر بوش سره د افغانستان د روانو پرمختياوو په اړه خبرې وکړي
ولسمشر حامد کرزى د يکشنبې په سهار د يوۀ دوه ورځني سفر لپاره متحدو ايالاتو ته روان شوى چې له خپل امريکايي سيال، جورج ډبليو بوش، سره په کمپ ډيويډ کې وگوري.

د يوۀ جگپوړي پلاوي په سر کې د ولسمشر کرزي دغه سفر د راروانې امن جرگې په درشل کې کېږي. له امريکايي ولسمشر سره به د کرزي د خبرو يوه موضوع هم له پاکستان سره د اړيکو او په سيمه کې دامنيت خبره وي.

د ارگ وياند همايون حميدزاده وايي ولسمشر کرزى به په دغه دوه ورځني سفر کې له ولسمشر بوش سره همدارنگه د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د ولسي خلکو پر مرگ ژوبلې هم خبرې وکړي.

دوه مشران د کمپ ډيويډ په ارامځاى کې په داسې حال کې سره گوري چې د دوى د وروستۍ کتنې تر ټولو ستره پايله - له پاکستان سره د امن گډه جرگه - د لاسته راتلو په حال کې ده.

په ترهگرۍ ضد جگړه کې د دوو لوريو همکاري، د نشه يي توکو په وړاندې هلې ځلې او له گاونډيو هېوادونو سره اړيکې به د افغان او امريکايي مشرانو د خبرو له نورو موضوعاتو څخه وي.

دواړه مشران به د افغانستان د پرمختياوو په اړه په داسې مهال کې سره وگوري چې په هېواد کې روان حالات په بېلابېلو برخو کې ترينگلي ښکاري.

امنيت لا هم نه دى ټينگ شوى، د کوکنارو کر تر بل هر وخت زيات شوى او په حکومتي ادارو کې د فساد په اړه شکايتونه تر پخوا لا ډېر پراخ شوي.

ورسره تړلي نور خبرونه
ولسمشر کرزى امريکا ته ځي
17 جولاى, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت