BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:31 گرينويچ 2007 ,08 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
گورډن براون له کرزي سره ټيليفوني خبري کړي

کرزى او براون
لومړي وزير براون ولسمشر کرزي ته ويلي چې د افغانستان ټيکاو ځکه ورته مهم دى چې د نړۍ له امنيت سره تړاو لري
د برتانيا لومړي وزير گورډن براون ويلي دي چې په پوره جديت سره به د ترهگرۍ په وړاندې په افغانستان کې مبارزه دوام وکړي.

د برتانيا د لومړي وزير د څوکۍ له نيولو وروسته، ښاغلي براون له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په خپلو لومړيو تيلفوني خبرو کې د افغانستان بيارغونې ته د لا ډيرې پاملرنې ژمنه هم کړې ده.

برتانيا په ٢٠٠١ لومړي کال کې په افغانستان کې د طالبانو دو اک د نسکورولو څخه وروسته، د ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې افغانستان کې يوه مهمه لوبغاړې ده.

د برتانيا لومړي وزير گورډن بروان تر هغه وروسته د ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې د جديت خبره کوي چې په کابل کې د دغه هيواد سفيرهم د اوږدو کلونو لپاره په افغانستان کې د خپل هيواد د شتون پر اړتيا ټينگار کړى و.

د دوى دواړو له ورته څرگندونو څخه داسې ښکاري چې برتانيا د اوږد مهال لپاره په افغانستان کې د ټيکاو د راوستو لپاره ژمنه ده.

د ولسمشرۍ له دفتره په خپرې شوې ېوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي چې د برتانيا لومړي وزير گورډن بروان ولسمشر کرزي ته په ټيليفون کې ويلي دي چې برتانيا ځکه په افغانستان کې دامنيت او ټيکاو د راوستو مسالې ته پاملرنه کوي چې باور لري چې ''په نړۍ کې امنيت د افغانستان له امنيت سره تړاو لري.''

دا هغه څه دي چې په وا ر-وار د امريکا او د ناټو د نورو غړو هيوادونو مشرانو هم په افغانستان کې د خپل شتون د لامل په توگه ښوولى دى.

 د برتانيا لومړي وزير گورډن بروان ولسمشر کرزي ته په ټيليفون کې ويلي دي چې برتانيا ځکه په افغانستان کې دامنيت او ټيکاو راوستو ژمنه ده چې باور لري چې په نړۍ کې امنيت د افغانستان له امنيت سره تړاو لري.

د امريکا په گډون د نړۍ د نژدې ٤٠ هيوادونو شاوخوا ٤٠٠٠٠ پوځيان په افغانستان کې د ترهگرۍ په وړاندې په جگړې بوخت دي. په دوى کې شاوخوا ٧٠٠٠ د برتانيا پوځيان دي چې څه باندې ٥٠٠٠ يې د هيواد په سويل د هلمند په نارامه ولايت کې د وسله والو طالبانو په وړاندې په جگړې بوخت دي.

خو دغلته دوسله والو طالبانو د فعاليتونو او نشه يي داروگانو د توليد د زياتوالي له کبله يو شمير خلک د هغوى رول ته د شک په سترگه گوري.

نو ځکه د چارو يو شمير شنونکي، د افغانستان په اړه د برتانيا د تگلارو د بدلون پر اړتيا ټينگار کوي. دوى په هيواد کې د امنيتي حالاتو په خرابيدو کې د کورنيو لاملونوترڅنگ بهرنيو فکتورونو او په دې ډله کې د پاکستان رول ته گوته نيسي.

دوى پاکستان تورنوي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي- هغه څه چې پاکستان يې په کلکه ردوي. د برتانيا پر پخواني لومړي وزير ټوني بلېير هم د ځينو لخوا له همدې کبله نيوکه کيده چې ويل يې د پاکستان په تړاو يې چلند ډير نرم و.

ځينې دا د برتانيا د نوي حکومت په وړاندې يوه جدي ننگونه بولي چې د امريکا او ناټو د نورو غړو هيوادونو سره په گډه په افغانستان کې داسې يو ه تگلاره خپله کړې چې په پلي کيدو سره يې شته ستونزې اوارې او د خلکو زړ ه او ذهن خپل کړاى شي.

ورسره تړلي نور خبرونه
ټوني بلير کابل ته رسيدلى دى
20 نومبر, 2006 | خبرونه
توني بلير: طالبان لاهم گواښ دى
07 اکتوبر, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت