BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:41 گرينويچ 2005 ,19 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى - بلير : د طالبانو او د لندن د چاودنو تړاو شته

News image
ولسمشر کرزى وايي د سپتمبر د ١١ نېټې بريد کوونکو په افغانستان کې د الوتکو الوتنه زده کړې وه
د لومړي وزير تونى بلير او ولسمشر کرزي دا خبري کانفرانس د ترهگرو په پلمو ډير راڅرخيدۀ .

دوى ان د لندن چاودنې او په افغانستان کې د طالبانو روانې جگړې سره تړاو لرونکې وبللې .

دواړو مشرانو په ډير ټينگار ويل چې ترهگر د خپلو اعمالو لپاره پلمې نه لري او نه ورپسې گرځي بلکه يوازينۍ هيله يې دا ده جې بې وزلې خلک ووژني . ښاغلي بلير په خپلو دلايلو کې وويل .:

(( د سپتمبر د يولسمې نيتې بريدونه تر عراق او افغانستان وړاندې و ، د ولسمشر کلنتن په واکمنۍ کې ورته پلانونه جوړ شوي و ان هغه وخت ولسمشر بوش نه و . دوى په بهرنۍ تگلاره کې هره خبره د ځان لپاره پلمه کوي چې خپل کار وکړي . ))

ولسمشر کرزي د ښاغلى بلير د خبرو په تاييد وويل که په افغانستان کې نړيوالو د دۀ په وينا د ترهگرو ځاله نه واى ويجاړه کړې نو د نيويارک د غبرگو ودانيو غوندې د نړۍ ډيرې نورې هم نسکورې شوې واى .

 افغانان او عراقيان يوازې نه پريږدو .
توني بلير

افغان مشر وويل القاعدې د افغانستان په هوايي ډگرونو کې د الوتکو الوتنې زده کړې وې چې د نړيوال سوداگريز مرکز ودانۍ پرې ونړوي .

ښاغلي کرزي له برتانيوي ولسه وغوښتل چې د ترهگرۍ په وړاندې يو موټي شي :

(( نن دبرتاني له ولسه زما غوښتنه دا ده چې د نړۍ له نورو خلکو سره يو موټى شي او په نړۍ کې د دغې بدمرغۍ سټه وباسي . ترهگر مات شوي دي خو پاتې شوني يې لا شته دي .))

ښاغلي کرزي په پاکستان کې له ځينو مدرسو سر وټکاوۀ چې د دۀ په وينا د ترهگرو روزنه کوي خو روښانه يې کړه چې ټولې هم داسې نه دي .

 ترهگر مات دي خو پاتې شوني يې لا شته
ولسمشر کرزى

ښاغلي بلير وويل چې له پاکستاني ولسمشر سره يې د لندن تر بمي بريدونو وروسته خبرې کړي دي او ځينې گامونه اسلام اباد پورته کړي دي .

ښاغلي بلير ټينگار وکړ چې افغانان او عراقيان به يوازې نه پريږدي او لسمشر کرزي بيا نړيوالو ته ډاډ ورکاوۀ چې القاعده په افغانستان کې بيا ځاله نه شي جوړولى ځکه چې د دۀ په وينا افغان ولس يې نه پريږدي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت