|
ټوني بلير کابل ته رسيدلى دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دبرتانيې لومړي وزيرتوني بليرپه کابل کې خبري کنفرانس ته وويل چې دولسمشر حامد کرزي ترمشرۍ لاندې پرمختگ دستاينې وړ دى . دحامد کرزي سره ترخبرو اترو وروسته ښاغلي بلير وويل چې برتانيا په افغانستان کې هرې ننگونې ته تياره ده او د طالبانوپه ماتېدو کې به له افغانستان سره مرسته وکړي. نوموړي داهم وويل چې بايد دژوند داسې لاره غوره اوخلکو ته وښووله شي چې ترطالبانو ښه وي. افغان ولسمشر حامد کرزي وويل چې دى په افغانستا ن کې دښه ژونددجوړولو په بيړه کې دى خو خبردارى يې ورکړ چې اوږده مبارزه او ستونزې په مخکې دي. تردې وړاندې توني بلير هلمند ته تللي وو چې برتانوي پوځيا ن هلته له طالبانوسره په جگړو بوخت دي، ده برتانوي پوځونو ته ووېل چې هغه دښتې چې دوى گزمې پرې کوي دنړيوالې سولې اوامنيت شاهدانې دي اودسولې برخليک له همدې ځايه دى. | ورسره تړلي نور خبرونه څار ډله: بلير دې کړول له مشرف سره وڅيړي17 نومبر, 2006 | خبرونه د ترهگرۍ پر ضد د برتانيا او پاکستان گډه مبارزه19 نومبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||