BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:16 گرينويچ 2006 ,19 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ترهگرۍ پر ضد د برتانيا او پاکستان گډه مبارزه
ټونى بلير او پرويز مشرف
ټوني بلير د ترهگرى پرضد دپاکستان هڅې وستايلې
د برتانيې لومړى وزير ټوني بلير پاکستان ته دخپل سفر په ترڅ کې د ترهگر پر ضد د پاکستان همکاري وستايله .

د پاکستان لپاره دهمکارى مسله پدې وروستيو کې دبرتانيي لپاره ارزښت مومي ځکه چې له طالبانوسره په جگړه کې برتانوي پوځيان خپل ژوندله لاسه ورکوي.

برتانوي پوځي کوماندانانو پاکستان پدې تورنوي چې طالبانو ته چې په افغانستان کې جنگيږي پناه ورکوي. خودا نيوکې دبرتانوي اوپاکستاني ولسمشرانو ترمنځ تر خبرواترو وروسته خپروشوو اعلاميو کې ندي راغلې.

 طالبان يوازې په پوځي لاره نشي ماتيدلى
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف

ټوني بلير د ترهگرى پرضد دپاکستان هڅې وستايلې چې پدې وروستيو کلونو کې يې د اهيواد ترسره کوي. نوموړي دبنسټ پالنې پرضد مبارزه کې ديوه منځلاري جنرال په توگه د پرويز مشرف يادونه وکړه.

ولسمشر مشرف دخپل ميلمه په وياړ تودې خبرې وکړې خوزياته يې کړه چې طالبان يوازې په پوځي لاره نشي ماتيدلى. نوموړي زياته کړه چې بايد دبياجوړونې چارې پرمخ ولاړې شي اوهغه څوک سياسي بهير ته ور وبلل شي چې دسولې ملاتړ کوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت