|
بليرافغانستان د نړيوالې امنيتي مسالې زړه وباله | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ټوني بلير چې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره ترکتنې وروسته، په کابل يوه گډ خبري کنفرانس کې ت وينا کوله، داهم وويل چې دا به ډېر وخت ونيسي چې دغه موخه ترلاسه شي. افغان او برتانوي مشرانو په افغانستان کې د شويو پر مختگونو او امنيتي ننگونو په اړه نژدې سره ورته نظريې لرلي . ولسمشر حامد کرزي تېرو پنځو کلونو کې د اقتصاد ، بيارغونې ، حکومت جوړونې او امنيت په برخو کې راغلي بدلونونه مهم وبلل او زياته يې کړه چې دنورو هيوادونو په پرتله د افغانستان په ښارونو کې د جنايي جرمونو کچه ټيټه ده. ښاغلي کرزي د نورو هيوادونو تر څنگ د برتانيې له حکومت څخه خوښې وښوده چې دده په وينا په دې برخه کې يې له افغانستان سره مرسته او همکاري کړې ده . خو افغان ولسمشر داهم وويل چې حکومت په هيواد کې د ټيکاو په راوستلو او د بېارغونې په برخه کې د لويو ننگونو سره مخامخ دى او پر نړيوالې ټولنې يې غږ وکړ چې پر دغو ننگونو د لاسبري لپاره افغانستان يوازې پرې نږدي.
د برتانيي لومړي وزير ټوني بلير بيا په خپل وار سره د ښاغلي کرزي ستاينه وکړه چې دده په وينا تر مشرۍ لاندې يې په افغانستان کې حکومتي اداري جوړې شوي ، امنيت ښه شوى او د بېارغونې په برخه کې پاموړ پر مختگونه شوي دي . خو ښاغلي بلير دا هم وويل چې ددغو پرمختگونو سره سره نړيواله ټولنه او افغان حکومت په افغانستان کې د اقتصادي پر مختگ او د تاوترېخوالو د مخنيوى په برخه کې له سختو ننگونو سره مخامخ دى . خو د برتانيي لومړي وزير ډاډ ورکړ چې برتانيا او نړېواله ټولنه به په دې برخه کې له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي: "موږ باور لرو ،ددې پر ځاى چې له افغانستان څخه د ترهگرو د مرکز په توگه کار واخيستل شي او طالبان پر خلکو خپل فشار ته دوام ورکړي ، افغانستان او خلک يې غواړي چې د پرمختللي اود يو ښه ديمو کراتيک هيواد په لور گام پورته کړي . زه غواړ م چې د خپل هيواد او ټولې نړيوالې ټولنې له خوا ډاډ درکړ م چې پر شته وو ننگونو د لاسبري لپاره به زموږ ملاتړ له تاسو سره وي " د برتانيي لومړي وزير داومنله چې طالبانو دې هيواد کې د امنيت ، بيارغونې او د خلکو ژوند ته گواښ پيښ کړى ، خو ټينگار ېې وکړ چې نړيواله ټولنه ژمنه ده چې ترهغې چې اړتيا وي د،د افغانستان تر څنگ به وي: " موږ دا ژمنه کړې چې تر هغې چې اړتيا وي په افغانستان کې به خپل شتوالي ته دوام ورکړ و . دا نه يوازې د افغانستان د خوندې توب لپاره اړينه ده ، بلکې په دې کار سره زموږ هيوادونه هم خوندې کيږي ." ښاغلي بلير وويل چې ډېر وخت ته به اړتياوي چې طالبان مات شي ، خو ټينگار يې وکړ چې ددې لپاره اړتېا ده چې د افغانانو زړونه خپل کړاى شي . په ورستيو کې د ناټو چارواکو هم ويلي دي چې د افغانستان لانجه ېوازې د پوځي لارې نه شي اورېداى او د ښاغلي بلير په شان هغوي هم ټينگار کوي چې باېد د پوځي عملياتو تر څنگ ، د بيارغونې چارې هم گړندۍ شي چې له کبله يې پر حکومت او نړيوالې ټولنې د خلکو باور ټينگ شي. خو پر دې سربير ه څنگه چې ځينې افغان چارواکو ويلي دي ، په افغانستان کې د ټيکاو لپاره بايد په بهر کې د ترهگرو مالي سرچېنې او د روزنې مرکزونه بند شي. ښاغلي بلير پرته له دې چې د کوم ځانگړي هيواد نوم واخلي، د افغانستان پر گاونډيو غږ وکړ چې له ترهگرۍ سره په جگړه کې له افغانستان او نړيوالۍ ټولنې سره مرسته او همکاري وکړي. د برتانيې لومړى وزير کابل ته تر تگ مخکې په هلمند کې د برتانوي عسکرو ليدو ته ورغلى و. ټوني بلير برتانوي سرتېرو ته وويل چې د هلمند بيدياوې هغه ځاى دى چې په يوويشتمه پېړۍ کې به د نړيوالې سولې راتلونکې ټاکي. لومړى وزير بلير تر دې د مخه په اسلام آباد کې د سيمه ييز امنيت او همکارۍ په اړه له ولسمشر پروېز مشرف او نورو پاکستاني مشرانو سره هم غږېدلى و. په افغانستان کې د ټوني بلير سفر ايله څو ساعته دوام درلود. | ورسره تړلي نور خبرونه څار ډله: بلير دې کړول له مشرف سره وڅيړي17 نومبر, 2006 | خبرونه د ترهگرۍ پر ضد د برتانيا او پاکستان گډه مبارزه19 نومبر, 2006 | خبرونه ټوني بلير کابل ته رسيدلى دى 20 نومبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||