|
کتنه او شننه : د ټوني بلير ممکنه ځاى ناستى براون | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له اوږدې مودي راهيسته گوردون براون ته داسې کتل کيده چې په ډير احتمال سره به د توني بلير ځاى نيسي . تيرو لسو کلونو کې يې د هيواد د مالي چارو کنترول په لاس کې وو . په نژدې دوه لسيزو کې دا يو اوږد مهال وو چې دى د ماليي وزير و او بې له ځنډه يې د برتانيا دمخ په ودې اقتصاد مشري وکړه . يو ه مياشت د مخه کله د هيواد د وروستۍ بوديجې د وړاندې کولو پر مهال ښاغلي بروان وويل چې هيواد کې د سوداگرۍ ، پانگونې او کار کچه لوړه اود پورونو کچه ټيټه ده . "د پارلمان د ريس ښاغلى مرستيال ! دا د هيواد لپاره زما يوولسمه بوديجه ده . هيوادته زما رپوټ دادى چې د کار او پانگونې کچه لوړتيا مومي ، انفلاسيون ټيټه پاتې کيږي ، د گټې او دکورونو د اخيستو يا مارگيچ نرخونه ټيټ پاتې دي .دا داسې يوه بوديجه ده چې برتانوي کورنيو ته کاميابي راوړي . دغه بوديجه زمونږ د هيواد په تاريخ کې د اوږدې مودې لپاره د اقتصادي پايښت او پرله پسې اقتصادي ودې پر بنسټ جوړه شوې ده . " خو ښاغلى بروان هم د منتقدينو له نيوکو نه وو خلاص . ځيني د هغه پر تگلارو نيوکې کوي . خو هغه څه چې پر هغه د نيوکو سبب شوي دي ،د هغه ظاهري کړه وړه دي . د کارگر گوند يو شمير غړي له دې ايريږي چې د خفگان په شيبو کې ښايي ښاغلى بروان له رسنيو سره د ملگري خپل سيال کاميرون سره په ښه توگه پرتله نه شي . د بي بي سي د اقتصادي چارو خبريال اندرو واکر چې له ښاغلي بروان سره ډيري کتني کړي دي وايي هغه د يو سړي دواړه خواوې لري . "داسې حالات وو چې نوموړى به په ښکاره توگه تر ډير فشار لاندې وو . خو داسې حالات هم ووچې هغه ډير راحت ، خلاص او د ملگرتيا او ټوکو سره عمل کړى . زه فکر کوم اوس چې دى لومړى وزير کيږي بايد چې همدې دوېمې ځانگړتيا ته پاملرنه وکړي . دايې د کرکتر هغه خواده چې بايد د هغه لپاره ډيره هڅه وکړي " ښاغلي بروان په سکات لند کې زيږېدلى او هملته يې زد کړې کړې دي . د ځينو په وينا د ايدينگ بورگ په پوهنتون کې له سياست سره يې تړاو پيدا شو . په ١٩٩٢ کال کې د ماليي دوزارت دمرستندوى سربيره ،د اپوزسيون په جبهې کې يې د دوه نورو د خزانې او سوداگرۍ اوصنعت په لوړو څو کيو کې هم د مرستندوى په توگه کار کاوه . توني بلير او ښاغلى بروان د کارگر د نوي گوند په زړه کې واقع وو .دوى د مرکزي کيڼ دوديز ه سوسياليستي تگلاره له منځه يوړه . خو دوى دواړو ترمنځ اختلافونه هم رامنځته شول . د گوند دننه د هغوى ملاتړي د بليريانو او بروانيانو په نامه ياديدل . په نړيواله برخه کې ښاغلى بروان په افريقا کې د بيوزلي د کمولو لپاره ، د برتانيي د نوښت مشري کوله .
اندريو واکر وايي د مشرتوب پراخې تجربې به هغه په يوه ښه ځاى کې ودروي . " نوموړي په کورنيو پاليسو کې د ډيري اغيزې لرونکى د مالي وزير وو . د تقاعد ، ټولنيز امنيت ، دسوداگرۍ او د صنعت په برخه کې حکومتي پاليسو کتنې هغه څه وو چې نوموړى يې اوچت کړ .هغه دمالي يو نړيوال وزير وچې د نړيوالو مالي مسالو کې په بحث کې يې ډېر اغېز درلود . هغه له نړيوالو اقتصادي تگلارو سره روږدى دى او د ډير و خلکو ، حکومتونو او وزيرانو له خوا ښه پيژندل شوى دى . له همدې کبله ده ته به سخته نه وي چې په نړيوالو ديپلوماتيکو ځايونو کې د برتانيې استازيتوب وکړي . | ورسره تړلي نور خبرونه د برتانيا لومړى وزير خپله دنده پريږدي10 مۍ, 2007 | خبرونه ډيس براون: د افغان امنيت لپاره بايد پولې خوندي شي02 اپريل, 2007 | خبرونه د برتانيا دوو وزيرانو افغانستان ته سفر وکړ30 مارچ, 2007 | خبرونه برتانيا : جگړه سخته ده خو گټلاى يې شو19 سپتمبر, 2006 | خبرونه ښاغلى براون په اروپا کې د ټولو ترهگرو نيول غواړي12 جولاى, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||