BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 18:36 گرينويچ 2007 ,10 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د برتانيا لومړى وزير خپله دنده پريږدي
بلير
ټوني بلير د برتانيا د لومړي وزير په توگه تر ١٠ کلنې دورې وروسته خپله دنده پريږدي
د برتانيا لومړي وزير ټوني بلير اعلان کړى دى چې د روان ميلادي کال د جون په ٢٧ نېټه به د لومړي وزارت څوکۍ پريږدي .

دۀ دغه اعلان نن ( د غويي ٢٠ د مۍ ١٠ ) په سيجفيلډ کې وکړه ، دا هغه سيمه ده چې ښاغلي بلير ورڅخه په تيرو څو دورو کې د ولسي جرگې څوکۍ گټلې ده .

ښاغلي بلير تر دې وړاندې د کابينې غړي هم له خپلې پريکړې خبر کړي و .

په خپلو خبرو کې ټوني بلير ومنله چې د دۀ حکومت تل له هيلو سره سم کار نه دى کړى خو ويې ويل چې (( خداى پرې ډير مهربانه و چې په نړۍ کې يې د تر ټولو ستر ملت مشري وکړه ))

ښاغلي بلير په هغې وينا کې چې له ولولو ډکه بلل شوې وويل چې تر ١٠ کلونو پورې يې د لومړي وزير په توگه کار کړى چې دا د دۀ او هيواد لپاره (( خورا اوږده )) موده ده .

دى د هغۀ ملاتړ له امله چې ترلاسه کړى يې و د برتانيا له ولسه منندويي وښووده او د هغه څه له امله يې بخښنه وغوښته چې دۀ کمښت وبالۀ .

پر ټوني بلير باندې برتانيا کې دننه ځينو دا نيوکه کوله چې گواکې د متحدو ايالاتو اغيز يې ډير مانۀ خو د برتانيا د اقتصاد په ښه کولو ستايل کيږي .

ښاغلى بلير به تر هغو د لومړي وزارت په دفتر کې پاتې کيږي چې واکمن کارگر گوند د دۀ ځاى ناستى ټاکي . لور د لورده تمه دا ده چې د ماليې اوسنى وزير گورډن برون به وټاکل شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
ټوني بلير کابل ته رسيدلى دى
20 نومبر, 2006 | خبرونه
توني بلير: طالبان لاهم گواښ دى
07 اکتوبر, 2006 | خبرونه
بليرد مسلمانانومرسته غواړي
19 جولاى, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت