|
په لندن کې د بمي چاودنو وروسته د سترو بدلونو اعلان | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دى غواړي چې د حکومت لپاره يې د پناه غوښتونکو په گډون د هغو وگړو شړل آسان شي چې تاوتريخوالى پاروي. هغه وويل غواړي د برتانيې د بشري حقونو قانون واړوي چې ددغو بدلونو پلي کېدل شوني شي. په دې پلان کې داسې واکونه هم راځي چې د عبادت هغه ځايونه وتړل شي چې د ښاغلي بلير په وينا د کرکې تبليغ کوي. ښاغلي بلير په خپله وينا کې چې خبريالان يې د تاکيدونو مهم اوښتون بولي، ټينگار وکړ که څوک برتانيې ته راځي نو بايد چې د هيواد ارزښتونه هم ومني او ملاتړ يې وکړي. پوليس وايي د تېرې مياشتې بريدونه په برتانيه کې زېږېدلو برتانويانو ترسره کړي، خو ښاغلي بلير وويل د برتانيې د مسلمانانو ټولنه د اورپکۍ د نوغي په ايستلو کې همکاره ده. يو شمېر هغه بدلونونه چې ښاغلي بلير په گوته کړل، کېدى شي چې د اوسنيو قوانينو له مخې پلي شي، خو نور به د پارلمان تصويب ته اړتيا ولري. تر اوسه د نورو ډلو له خوا غبرگون بېلابېل وو. لوى مخالف محافظه کار گوند وايي چې په ټوله کې ددغو وړانديزونو ننگه کوي، خو غواړي چې جزييات لانورهم وڅېړي. خو درېيم ستر گوند- ليبرال ديموکرات وايي ښاغلى بلير د ترينگلتيا د ډېرولو او د برتانوي مسلمانانو د پردي کولو خطررامنځ ته کوي او ښايي د هغوى پر مرسته ډډه ونشي لگولى. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||