|
بليرد مسلمانانومرسته غواړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د لندن په چادونو کې ٥٦ کسان وژل شوي دي. په ځانگړي ډول ښاغلى بلير غواړي چې پر هغو لارو چارو خبري وکړي چې څنگه له ريډيکالو ځوانانو سره چلن وشي. په درې ځان مرگې بريدکونکي ځوانان وو، د بي بي سي د مذهبې چارو خبرياله وايي چې مسلمانان غواړي چې د ډيرو ځوانانو مسلمانانو د غصې او گوښه توب دلايل ومندي. خبرياله زياتوي تمه کيږي چې دوى به ښاغلى بلير د خپلې بهرنۍ تگلاري له وجې چيلنج کړي او د ترهگرۍ پرضد د حکومت پر وړانديز شوي قانون به هم بحث وکړي.
د مصرې نيمه دولتې ورځپانې د چارواکو له قوله ويلي چې مغدي النصار څخه پوښتنې شوي دي، او د برتانې پلټونکي هم ډاډه دي. ويل کيږي چې ده منلې چې يو ځان وژونکى حاصب حسين پيژني او د ده مرسته يې کړې چې فلټ په کرايه ونسي. په دې فلټ کې د د درملو جوړنکو توکو نښې مندل سوي دي. خو ډاکټر النصار هر وخت ټنگار کړى چې دى دلندن د حملو د پلان په اړه هيڅ معلومات نه لري او غواړي چې د رخصتيو وروسته بيرته لډز ته ستون سي. دى د چادونو يوه اوونۍ مخکې مصر ته ولاړى. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||