|
بلير : په افغانستان کې برى نړيواله ترهگري ختموي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ولسمشر بوش او ټوني بلير د عراق د جگړې د لويو طراحانو په توگه سره تړاو لري . دوى دواړه د پراخو گواښونو په وړاندې ورته نظر سره لري چې د دوى په فکر يې نړيواله ترهگري پېښوي . خو د دوى بڼه ډيره سره توپير لري همدا علت دى چې کله نا کله دوى دواړه ښه ايتلافييان نه ښکاري . همدا خبره هغه وخت بيا ښکاره شوه چې دوى دواړو نژدې پر يوۀ وخت د اطلس سمندر په دوو غاړو کې پر عراق باندې له يرغله درې کاله وروسته د خپلو تگلارو دفاع کوله . ښاغلي بلير په ډير روڼ اندي ډول له هغه څه دفاع وکړه چې دى يې د ارزښتونو او گټو فعاله بهرنۍ تگلاره بولي ، دۀ استدلال وکړ چې د دۀ په وينا له اسلام پالي افراط سره بايد مقابله وشي او په عراق او افغانستان کې برى د همدې مبارزې په لاره کې مهمه خبره ده . ښاغلي بلير وويل : (( زما په نظر د بري يوازينۍ لاره دا ده چې دا حقيقت ومنو چې په رښتيا نړيوال دى او هغه ټولې برخې سره تړلې وبولو چې دوى يې عملي کوي او د داسې ارزښتونو او نظرونو له لارې ماتې ورکړو چې د ترهگرو مخالف دي . )) د بوش او بلير ملگرتيا بې له شکه چې د دواړو هيوادونو ايتلافيان خواشيني کړي دي . خو د دوى دواړو گرانښت هم په عراق کې د لگښتونو او لانجو له امله کم شوى دى . په برتانيا کې د ښاغلي بلير دريځ له ښاغلي بوش سره د دۀ د نژدې والي له امله کمزورى شوى دى. برتانوي لومړي وزير ومنله چې په عراق کې ثبات دم گړۍ ښه نه دى . په سپينې ماڼۍ کې د هغو خبريالانو په وړاندې چې يو وار بيا يې د عراق په باب پوښتنه کوله چې په کورنۍ جگړې کې ښکېل دى که نه ښاغلي بوش په سم لاسي ځواب کې ټينگار وکړ چې خبره داسې نه ده او دى بري ته هيله من دى . ښاغلي بوش وويل : (( زۀ په دې باور يم چې موږ به بريالي کيږو . زۀ په دې پوهيږم چې دا کار څومره گران دى . زۀ يې له خپلو سرتيرو اورم ، زۀ هره شپه رپوټونه لولم خو زۀ په دې باور يم چې همدا هغه موقعې وه چې عراقيان سره خپارۀ شوي واى خو دوى داسې ونه کړل . )) د ښاغليو بوش او بلير په باب به په تاريخ کې پريکړه د عراق پر نتايجو پورې تړلې وي . د دوى ستونزه دا ده چې د وخت له تيريدو سره په عراق کې پر چارو باندې د اغيز لرلو توان يې په کميدو دى . د دوى د بيرته وتلو تگلاره په دې پورې تړلې ده چې خپله عراقيان د امنيت او توکميزو تاوتريخواليو سره څه ډول چلند کوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||