|
کرزى: په گډه سره ترهگرۍ په يوه ورځ ختمولى شو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې د امن جرگې پر لومړۍ ورځ افغان او پاکستاني مشرانو له اورپکۍ سره برياليتوب د دوو هېوادونو تر منځ په يووالي او گډو هڅو پورې تړلى وبالۀ. ولسمشر کرزي چې جرگه يې له ټاکلي وخت څخه په يو څه ځنډ پيل کړه په خپلو خبرو کې ټينگار وکړ چې د ترهگرۍ زياتېدونکي گواښ د دواړو هېوادونو برخليک له يو بل سره تړلى او د هغې چاره کول پرته له دې چې يو بل ته لاس ورکړ شي شونې نه ده. هغه وويل که د سيمې ځواکونه لاسونه سره يو کړي ترهگرۍ د 'يوې ورځې' خبره ده، چې له منځه تلي شي. ولسمشر کرزي وويل: ''زه په دې باور يم، او زموږ ټول خلک پر دې ډاډه دي چې که افغانستان او پاکستان خپل لاسونه سره يو کړي موږ به د دواړو ولسونو په ضد ظلم په يوه ورځ کې ختم کړو. که ستونزه د افغانستان لخوا وي، موږ بايد هغې ته حل ولټوو. او که مشکل په پاکستان کې وي، د هغۀ لپاره هم بايد حل لاره پيدا کړو. زموږ برخليک سره تړلى دى.''
ورپسې د پاکستان لومړي وزير شوکت عزيز چې د ولسمشر مشرف پر ځاى راغلى وويل چې ترهگرۍ د سختدريځو ډلو لخوا رامنځته شوې، د کوم ځانگړي هېواد ميراث نه دى او نه له اسلام سره تړاو لري. هغه وويل: ''ترهگرۍ، اورپکۍ او له تاو تريخوالي ډک کارونه چې د القاعدې، بسټپالنې او د طالبي بهير لخوا دودېږي زموږ په ټولنه کې درد، بې زغمي او شاته پاتې والى ښيي. دا داسې يوه ښکارنده ده چې زموږ سپېڅلې او ستره عقيده، اسلام، يې بدنام کړى. دا نه د افغانستان راتلونکى جوړوي او نه د پاکستان، بلکې موږ بايد په کلک هوډ د تورو ځواکونو په ضد جگړه وکړو. '' د دوو مشرانو له خبرو وروسته له هر لورې څخه څو تنو راغليو استازو په وار خبرې وکړې. د دوى خبرې په ټوليزه توگه د افغانستان او پاکستان تر منځ پر تېرو ښو اړيکو، تاريخي ملگرتيا او د راتلونکي سولې پر هڅونې راټولې وې. په روانه درې ورځنۍ جگړه کې هڅه کېږي چې له ترهگرۍ او سيمه ييزې اورپکۍ سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وشي. د امن جرگې لويه موضوع په سيمه کې د زياتېدونکي اورپکۍ د مخنيوي لپاره د لارو چارو موندل دي. اسلام اباد او کابل تل يو بل د اورپکو په کابو کولو کې پر پاتې راتللو پړ بولي. واړه گاونډيان په خپلو سيمو، په ځانگړې توگه د ډيورنډ کرښې پر اوږدو کې، د خپلو حکومتونو د مخالفو وسله والو طالبانو له زياتېدونکو بريدونو څخه اندېښمن دي. |
ورسره تړلي نور خبرونه پوليس:د امن دجرگې امنيت مو ټينگ نيولى دى 08 اگست, 2007 | افغانستان د امن جرگه پيل شوه09 اگست, 2007 | خبرونه طالبان: امن جرگه دامريکا ده، افغانان واک نه لري05 اگست, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||