|
"پنځه کميسيونونه بحثونه بشپړوي" | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امن جرگې نن ( شنبه د زمري ٢٠ د اگست ١١ ) د خپل کار په درېيمه ورځ په کابل کې د بندو دروازو شاته په پنځو کاري ډلو کې د جرگې د اجندا پر بېلابېلو برخو بحثونه وکړل. د جرگې د شنبې د ورځې د کار په اړه رسنيو ته د زياتو معلوماتو ترلاسه کول ځکه گران دي چې د نورو ورځو خلاف، د دوى د کار بهير مخامخ پر تلوېزيون نه ښوول کېږي او نه خبريالانو ته اجازه ورکول کېږي چې د کاري ډلو بحثونه وڅاري. پنځه کاري ډلې د هر يوې مشري دوه کسان، يو د افغانستان او يو د پاکستان له لورې، کوي د ترهگرۍ پر لاملونو، روزنځايونو، د ملاتړ پر سرچينو، د کوکنار پر کر او مخنيوي او د دوو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر غښتليا خبرې وکړې. دغه ډلې خپلې طرحې يوې اجراييوې کمېټې ته وړاندې کوي چې د افغانستان له لورې يې مشر د بهرنيو چارو پخوانى وزير، ډاکټر عبدالله او د پاکستان لخوا يې مشر د کورنيو چارو وزير افتاب احمد خان شېرپاو دى. د دوى طرحې به وروسته له دې چې راټولې او وروستنۍ شي سبا عمومي جرگې ته وړاندې شي. ټاکل شوې چې جرگه به د داسې يوۀ ميکانيزم پر جوړولو هم کار وکړي چې افغان او پاکستاني استازي په راتلونکي کې هم په خپل منځ کې راشه درشه روانه وساتي او وخت پر وخت پر مهمو مسالو خبرې وکړي. همدارنگه سبا د جرگې د پاى په غونډه کې ټاکل شوې چې د پاکستان ولسمشر پروېز مشرف هم گډون وکړي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت تېره شپه ناوخته اعلان وکړ چې ولسمشر مشرف به د جرگې په وروستۍ برخه کې گډون وکړي. دا اعلان وروسته له هغه وشو چې ولسمشر حامد کرزي له خپل پاکستاني سيال سره پر ټيليفون اوږدې خبرې وکړې او جرگې ته د راتگ غوښتنه يې ځينې وکړه. په همدې وخت کې د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې کونډوليزا رايس هم له ولسمشر مشرف سره پر ټيليفون خبرې کړې دي. که څه هم د دوى دواړو د خبرو موضوع نه ده روښانه، خو ويل کېږي چې اغلې رايس هم ښايي ولسمشر مشرف هڅولى وي چې په امن جرگه کې گډون وکړي. له پيله داسې ټاکل شوې وه چې ولسمشر کرزى او ولسمشر مشرف به په گډه سره جرگه پرانيزي، خو د مشرف پرځاى د پاکستان لومړي وزير شوکت عزيز برخه واخيسته. د ولسمشر مشرف نه راتگ په لومړي سر کې په افغانستان کې داسې اندېښنې او شکونه راټوکولي وو چې ايا پاکستان به په رښتيا د جرگې پرېکړو ته ژمن وي که نه. خو وروستي اعلان بيا هيلې زياتې کړې دي. د جرگې وروستۍ پرېکړې به تمه ده د يکشنبې په ورځ اعلان شي. د امن جرگه چې ١٠ مياشتې مخکې پرې په واشنگټن کې د افغان او پاکستاني مشرانو ترمنځ هوکړه شوې وه، موخه يې په سيمه کې له اورپکۍ سره د مبارزې لپاره د اغېزمنو لارو چارو موندل دي. کابل او اسلام اباد په تېرو پنځو کلونو کې د اورپکو په کابو کولو کې پاتې راتللو گوته تل يو بل ته نيوله. دواړه هېوادونه په زياتېدونکي توگه د طالب اورپکو له بريدونو او ورانکاريو ځورېږي. | ورسره تړلي نور خبرونه ځانگړې پاڼه : د امن جرگه09 اگست, 2007 | خبرونه تير په هېر ، ملگرتيا له سره11 اگست, 2007 | افغانستان د امن جرگه په کاري ډلو کې په کار بوخته ده10 اگست, 2007 | افغانستان مشرف د جرگې وروستۍ غونډې ته تلونکى دى10 اگست, 2007 | خبرونه ځانگړې ويناوې ، مرکې او شننې09 اگست, 2007 | افغانستان کرزى: په گډه سره ترهگرۍ په يوه ورځ ختمولى شو09 اگست, 2007 | افغانستان پوليس:د امن دجرگې امنيت مو ټينگ نيولى دى 08 اگست, 2007 | افغانستان د سولې 'وروستۍ هڅه'08 اگست, 2007 | افغانستان | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||