BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:01 گرينويچ 2007 ,10 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مشرف د جرگې وروستۍ غونډې ته تلونکى دى
مشرف
پاکستاني رسنۍ وايي چې ښايي امريکا پر ښاغلي مشرف فشار اچولى وي چې په جرگه کې گډون وکړي
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزارت په يوې خبر پاڼې کې اعلان کړى دى چې ولسمشر پرويز مشرف به د سيمې د امن او سوکالۍ په نامۀ په کابل کې د روانې جرگې په وروستۍ ناستې کې گډون کوي .

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپلې خپرې کړې لنډې خبر پاڼې کې د ښاغلي مشرف د پريکړې د بدلون دليل د ولسمشر کرزي له لورې نوې بلنه بللې ده .

خبر پاڼه وايي د جمعې په ورځ ( د زمري ١٩ د اگست ١٠ ) ولسمشر حامد کرزي له جنرال مشرف سره په ټيلې فون خبرې وکړې او ورڅخه ويې غوښتل چې د جرگې په وروستۍ ناسته کې برخه واخلي .

پاکستاني خبر پاڼه د ولسمشر کرزي له خولې دا هم وايي چې گواکې د ولسمشر مشرف پر گډون به د جرگې د برخه والو هيله مندي ډيره شي .

په کابل کې د جرگې تر پيل يوه ورځ وړاندې د جنرال مشرف د نۀ گډون خبر هم د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په يوه خبر پاڼه کې ناڅاپي خپور شوى و .

په اسلام اباد کې د بي بي سي د پښتو څانگې خبريال طاهر خان وايي په دې وروستيو کې د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې کاندوليزا رايس له ښاغلي مشرف سره په ټيلې فون خبرې کړې وې چې د پاکستاني چارواکو په وينا پکې د جرگې په باب هم خبرې شوې وې .

داسې اټکلونه دي چې دا د واشنگټن ټينگار او فشار و چې ښاغلى مشرف يې په جرگې کې د برخې اخيستلو لپاره وهڅاوۀ .

پاکستاني رسنيو هم په دې وروستيو کې ويلي چې امريکا پر جنرال مشرف فشار اچولى چې په دغې جرگې کې برخه واخلي .

د سيمې د امن او سوکالۍ په نامۀ جرگه د پنجشنبې له ورځې په کابل کې پيل شوې ده .

پر دغې جرگې ولسمشرانو بوش ، کرزي او مشرف تير کال په واشنگټن کې سلا کړې وه او تل ويل کيدل چې ښاغليو کرزى او مشرف به دغه جرگه پرانيزي خو په حيرانونکې توگه تر جرگې يوه ورځ وړاندې جنرال مشرف د بوختياو له امله کابل ته پر خپل ځاى لومړى وزير شوکت عزيز واستاوۀ .

ورسره تړلي نور خبرونه
ځانگړې پاڼه : د امن جرگه
09 اگست, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت