BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:23 گرينويچ 2007 ,11 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
تير په هېر ، ملگرتيا له سره

شوکت عزيز
د شوکت عزيز انگريزي وينا ځانگړې بڼه درلوده ، ددې پښتو ژباړه هممهاله پر هماغه ډول کيده .
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د امن د جرگې په دوه لومړنيو ورځو کې د افغان ولسمشر حامد کرزي اود پاکستان د لومړي وزير سربيره ٢٤ ويناوالو خبرې وکړې .

دغو وينا والو په يوه او بل ډول درې ورته خبرې تکرار کړې .

لومړى: د تير ياد :

نژدې ټولو وينا والو په دې خبرې ټينگار وکړ چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د
اوسني تاوتريخوالي د لړۍ د پايته رسولو لپاره اړينه ده چې د دواړو هيوادونو چارواکي د تير ترخه يادونه هير کړي او پر گيلو مانو يوه درنه ډبره کيږدي .

او په راتلونکي پام ورټول کړي ځکه چې په تير باندې ټينگار کول گټه نه کوي .

د پښتو يو متل دى (( ماتې درپاتې خو چې نور نکې ماتې )) مانا په تير وخت کې چې هر څه شوي هغه وشول خو په راتلونکي کې پام کوه .

دويمه : گيلې مانې :

ځينې وينا والو ځانونه ټينگ نشو کړى او د گيلو په ډول يې تورونه هم ولگول .

يوې افغانې ډيره ښه وينا وکړه خو په پاى کې د هغې خبرو هم ځواب ورکړ .

هغې په دې ټکي بسنه وکړه چې زړۀ يې له گيلو مانو ډک دى خو سم لاسي د سولې او دپخلاينې د خبرو لپاره راغلې ده .

د پاکستان د ايم ايم اې د مشرانو مولانا فضل الرحمان او مولانا سميع الحق يادونه بيا بيا و شوه .

د څو تنو افغان ويناوالو بڼه غندونکې وه خو ځينې نورو ويل ښايي په نورو جرگو کې گډون وکړي . گيله خو هم له خپله کيږي کنه !

دريمه:د اقبال يادونه

د پخوانيو مشرانو له ډلې چې د چا يادونه وشوه هغه سيد جمال الدين افغان،خوشال خان خټک ، ميرويس نيکه ،او د پښتنو نور ستر نومونه وو .

ځينې وينا والو د نورو نومياليو خلکو ويناوې هم واورولې خو له نورو ډير علامه اقبال ياد شو .

ډيرى ويناوالو د علامه اقبال له بيلا بيلو شعرونو سره خپلو خبرو ته تړاو ورکړ ، په ځانگړي ډول هغه شعرونه چې علامه اقبال د افغانانو په وياړ ويلي دي .

د پاکستان د لومړي وزير وينا په انگريزي ژبه وه چې د ځينې پاکستاني گډونوالو د ناخوښۍ لامل وگرځيده .

ښايي د انگريزي لهجې او ژبنۍ اسانتيا له کبله اويا يې د ختيځ پاکستان د ډاکې په پوهنتون کې د اردو وينا پايلې مخې ته دريدلې وې او له مصلحت څخه يې کار اخيستى و.

په هر ډول لامل چې يې هر څه وي خو له شوکت عزيز څخه هم د علامه اقبال د شعر له اورولو پرته ونه شوه .


علامه اقبال وايي که په افغانستان کې کراري وي نو ټوله اسيا به کراره وي که په افغانستان کې ارامي نه وي نو هيڅوک په ارامه نه شې اوسيدلى .

د شوکت عزيز انگريزي وينا ځانگړې بڼه درلوده ، د دې پښتو ژباړه هم مهاله پر هماغه ډول کيده .

زما په څير خبريالانو د پښتو او انگريزي د پوهيدو لپاره خپل ذهن کله هسې او کله داسې اړاوۀ خو بيا هم پر ذهن خورا ډير فشار راتۀ .

ښايي هغه نه غوښتل چې اوريدونکي يې پوه شي . هسې هم هغه په بيړه د خپل ولسمشر حکم پر ځاى کاوۀ.

ځکه چې پرويز مشرف د ډيرو مهمو بوختياو له کبله په ناڅاپي ډول د جرگې د پرانيستن ې په غونډه کې د نه گډون پريکړه وکړه .

خير د وينا دا بڼه هغه مهال يو څه ښه شوه چې د شوکت عزيز له خولې د علامه اقبال هغه شعر راووت .

دده په فارسۍ لهجې باندې د رسنيو په مرکز کې يو شمير خبريالانو خپله خندا کنټرول نه کړه .

ما اوريدلي وو چې فارسي ډيره خوږه ژبه ده خو د پاکستان د لومړي وزير له خولې د شعر له اوريدو وروسته داسې فکر راغى چې دغه جمله بايد سمه شي : مانا فارسي ډيره خوږه ژبه ده خو د فارسي ويونکي له خولې .

ورسره تړلي نور خبرونه
ځانگړې پاڼه : د امن جرگه
09 اگست, 2007 | خبرونه
تير په هېر ، ملگرتيا له سره
11 اگست, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت