|
مشرف: د افغان-پاک د اختلاف لاملونه بهرني دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان ولسمشر جنرال پروېز مشرف ويلي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اختلاف لامل بهرنيو کړيو جوړ کړى. دۀ په کابل کې د امن جرگې د پاى غونډې ته وويل په نړۍ کې هېڅ دوه هېوادونه دومره يو بل ته نژدې نشته لکه پاکستان او افغانستان چې دواړه ديني او کلتوري مشترکات سره لري او 'برخليکونه، دردونه او خوښۍ يې سره گډې دي.' ولسمشر مشرف وويل دوه گاونډيان تل سره خواږۀ ملگري پاتې شوي، او که کله کومه نيمگړتيا تر منځ راغلې وي د هغۀ لامل له بهره دى. د امن جرگې څلرمې او وروستۍ ورځې ته په خبرو کې، ښاغلي مشرف ټينگار وکړ چې که دوه هېوادونه يو پر بل د بدگمانۍ پر ځاى همکاري وکړي ټوله سيمه ښېرازه کېداى شي. ولسمشر مشرف د امن جرگې په پرانيسته کې، لکه څنگه چې ټاکل شوې وه، ونه شو کړاى گډون وکړي، خو په ځاى يې وروستۍ غونډې ته راغى. د دۀ راتگ په کابل کې هغه اندېښنې ارامې کړې چې گواکې پاکستان ته جرگه ارزښت نه لري او کېداى شي پرېکړو ته يې هم ژمن ونه اوسي. ښاغلي مشرف يادونه وکړه چې که افغانستان او پاکستان د مرکزي اسيا له نورو هېوادونو سره خپلو اړيکو ته پرمختيا ورکړي، د دغو هېوادونو د اقتصادي گټو پر بنسټ يوه پرانيستې سيمه جوړېداى شي. دۀ وويل چې پاکستان تل دا فکر لري چې په څنگ کې يې يو ارام او سوله ييز افغانستان واوسي ځکه وايي دا د پاکستان او د نورې سيمې د پرمختيا لپاره يو شرط دى. ولسمشر مشرف هغه انگېرنې په کله رد کړي چې گواکې پاکستان په لوى لاس د افغانستان ناامنه کول غواړي. هغه وويل: ''هر څوک چې فکر کوي پاکستان د افغانستان لپاره ستونزې جوړوي هغه په تاريخ نه دى خبر...که غواړو خلک مو پرمختگ وکړي، بې له دې چې گډ واوسو، بل چاره نشته.'' هغه وويل که پر يو بل باور نه وي، يو هېواد هم پرمختگ نه شي کولى. ښاغلي مشرف همدا ډول د کابل لخوا، هغه تورونه چې پاکستان د افغانستان نارامه کول غواړي دردوونکي وبلل. د امن جرگې په تېرو څلورو ورځو کې په سيمه کې د طالب اورپکو سره د مبارزې پر لارو چارو او ټيکاو د ټينگښت په اړه خبرې وکړې. پاکستاني ولسمشر ومنله چې د دۀ په سيمه کې هم اورپکي شته، چې وايي د افغانستان له جهاده او ورپسې له کورنۍ جگړې څخه راپاڅېدلي. خو ويې ويل چې حکومت يې کلکې هڅې کوي چې قبايلي سيمه تر خپل واک لاندې راولي او د اورپکو ستونزه هواره کړي. دۀ د قبايلي سيمو پر خلکو غږ وکړ چې په دې برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي او د اورپکو له منځه وړل يې د پاکستان او افغانستان په گډو هڅو پورې تړلى وبالۀ.
ولسمشر مشرف وويل د افغانستان له جگړې وروسته پاکستان هم په شخړه کې ښکېل شو او هلته هم اورپکي پيدا شول. دۀ زياته کړه چې اسلامي ټولنه د يوۀ اورپکي او تاوتريخوالي خوښوونکي لږکي لخوا له گواښ سره مخامخ ده، چې هم يې شاته پاتې والى رامنځته کړى او هم يې د اسلام نوم بد کړى. ولسمشر مشرف د اورپکو د تحليل او ارزونې په ترڅ کې وويل چې ستونزه له جنگېدونکو وسله والو طالبانو، د طالبي کولو له فکر او د هغوى له خواخوږو څخه جوړه ده. دۀ د وسله والو د له منځه وړلو لپاره د افغانستان او پاکستان گډه همکاري اړينه وبلله. خو، دۀ تر ټولو خطرناک د طالبي کولو فکر وبالۀ. همدارنگه د هغوى د خواخوږو لپاره يې ټينگار وکړ چې بايد هغوى وهڅول شي له دې خواخوږۍ څخه لاس واخلي. هغۀ د جرگې پر غړو غږ وکړ چې په سيمه کې د سولې د ټينگښت لپاره کار وکړي ځکه د ښاغلي مشرف په خبره، د امن کلۍ د هغوى په لاس کې ده. د پاکستان ولسمشر د افغان او پاکستاني استازو تر منځ د جرگې جوړېدل د سولې د پيلامې لپاره يوه مهمه غونډه وبلله. ولسمشر کرزي په خپلو لنډو خبرو کې د پاکستان ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې هېواد يې د باور د رامنځته کولو لپاره چمتو دى. دۀ همدارنگه د جگړو پر مهال افغانانو ته د پاکستان له مېلمه پالنې مننه وکړه. د امن جرگه د دوو مشرانو پر خبرو پاى ته ورسېده. د جرگې په پاى کې پاکستاني او افغان يوه گډه اعلاميه صادره کړې، چې پلي کېدل به يې د راتلونکو ورپسې جرگو له لورې څارل کېږي. | ورسره تړلي نور خبرونه تير په هېر ، ملگرتيا له سره11 اگست, 2007 | افغانستان د امن جرگه په کاري ډلو کې په کار بوخته ده10 اگست, 2007 | افغانستان کرزى: په گډه سره ترهگرۍ په يوه ورځ ختمولى شو09 اگست, 2007 | افغانستان د جرگې لومړنۍ ورځ په تصويرونو کې 09 اگست, 2007 | خبرونه ځانگړې ويناوې ، مرکې او شننې09 اگست, 2007 | افغانستان د امن جرگه پيل شوه09 اگست, 2007 | خبرونه د سولې 'وروستۍ هڅه'08 اگست, 2007 | افغانستان جرگه وال : پنځه کميسيونونه بحثونه بشپړوي11 اگست, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||