|
د امن جرگې لپاره لويې ننگونې څه دي ؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
جرگه د پښتنو لپاره د مسايلو د حل ډيره منلې او درنه وسيله ده . پښتانۀ د افغانستان او پاکستان د پولې دواړو غاړو ته اوسږي . کله چې په پيل کې پاکستاني ولسمشر پرويز مشرف په جرگه کې گډون ونه کړ نو ورسره د دغې جرگې محدوديتونه هم ښکاره شول . خپله طالبان او د پاکستان په خاوره کې د وزيرستان کليدي قبايلي مشران هم په جرگه کې نه و . د ترهگرۍ د ختمولو لپاره د شوې ژمنې هرکلى به ډير وکړي خو قد کوونکي به پرې وايي چې دغه ډول ژمنو په تيرو وختونو کې کوم توپير نه دى راوستى . شننونکي د طالبانو د بغاوت د دوام بنسټيز دلايل دا گڼي چې دغه سخت دريځي اورپکي په وزيرستان او د پاکستان په نورو پښتون مېشتو سيمو کې پناه ځاى مومي . له دې سربيره دوى په افغانستان کې د مخدره توکو له غوړيدلي بازار او قاچاق څخه او په خليج او نورو سيمو کې د دوى د لارښودانو په مټ پيسې مومي . له دې سره دوى له القاعدې او نورو نړيوالو جهادي شبکو څخه هم ستراتيژيک ملاتړ ترلاسه کوي . ډير کارپوهان وايي د پاکستان په پوځ کې ځينې عناصر غواړي چې په پټه د طالبانو ملاتړ وکړي ځکه چې دا کار اسلام اباد ته ښه وسيله په لاس ورکوي چې پر سرحدي سيمو خپل اغيز وساتي او که اړتيا وه نو پر کابل يې د فشار اچولو لپاره وکاروي . داسې تمه نشته چې جرگه دې همدا فکتورونه بدل کړاى شي . | ورسره تړلي نور خبرونه ځانگړې پاڼه : د امن جرگه09 اگست, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||