"کندوز د افغان ځواکونو په ولکه کې دی"
د اکتوبر په ۳مه طالبانو د افغانستان په شمال کې د کندوز پر مرکز له ختیځ او لویدیځ پلوه بریدونه وکړل او د دې ښار ځینې سیمې یې ونیولې.
افغانستان کې ناټو ځواکونه او د کندوز محلي پولیس وايي د دغه ښار ولکه یې له وسله والو طالبانو بېرته خپله کړې ده.
تېر کال د سپتمبر په همدې شپو ورځو کې کندوز سقوط وکړ او طالبانو دا یوه ستره لاسته رواړنه وبلله خو څو ورځې وروسته د ناټو په مرسته افغان ځواکونو دغه ولایت بېرته ونیولو.
چارواکو وايي د وسله والو طالبانو شاتمبولو لپاره له کابله ځانګړي ځواکونه کندوز ته استول شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP
د کندوز پولیسو مشر قاسم جنګل باغ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي "همدا شېبه د ښار مرکز زموږ په ولکه کې دی. موږ د پاکولو عملیات پیل کړي دي."
کندوز کې د بي بي سي خبریال د روغتیا ځايي چارواکو له قوله وايي، چې د ورځې تر پایه د یوه ملکي کس مړی او پنځوس ملکي کسان په ټپي حالت کې د کندوز ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو ویډیو
وړاندې وسله والو طالبانو یوه ویډیو خپره کړې، چې په کې په ظاهره داسې ښکاري، چې دوی ښار ته ننوتي دي. د کندوز ولایتي شورا یوه غړي امر الدین ولي رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې طالبانو د کندوز ښار پر مرکزي څلور لارې خپل بیرغ پورته کړی دی.

د عکس سرچینه، EPA
ایسوشیټیډ پریس سره خبرو کې یو شمېر ځايي اوسېدونکو هم ورته څرګندونې کړې، خو ځايي چارواکي وايي د هوايي ډګر په ګډون مهمې دولتي ودانۍ د امنیتي ځواکونو کنټرول کې دي.
د ورځې په ترڅ کې د ای پي خبري اژانس په رپوټ کې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له قوله ویل شوي، چې کندوز کې جګړه روانه ده او تازه دم ځانګړي ځواکونه د جګړې ډګر ته د رسېدو په حال کې دي. کورنیو چارو وزارت د کندز په نښتو کې د یوه پولیس وژل کېدل او د څلورو نورو پولیسو ټپي کېدل تایید کړي دي.
له برګسل غونډې یوه ورځ مخکې
دغه برید په برګسل کې له افغانستان سره د مهمو مرسته کوونکو هېوادونو له غونډې یوه ورځ مخکې شوی دی.
دغه غونډه کې به له افغانستانه د ناټو د محاربوي ځواکونو له وتلو وروسته د کړکېچن امنیتي حالت په اړه غور او خبرې کېږي.
پر کندوز نننی برید

د عکس سرچینه، epa
طالبانو نن ګهیځ له پروسږني برید ټیک یو کال وروسته پر کندوز ښار برید وکړ.
د کندوز یوه اوسېدونکې یلدا وايي، دوی او د کورنۍ نور غړي یې دمګړۍ په ځمکتل/ زیرزمیني کې دي او وايي، له جدي خطر سره مخامخ دي. دا وايي:
'' له کوره وتلی او تښتېدلی نه شو، ځکه جګړه روانه ده او لارې تړلې دي. داسې هیڅ پلان نه لرو چې بهر ووځو. ځینې نورې کورنۍ هم په خپلو کورنو کې اېسارې دي. که جګړه زیاته شوه بیا به یو فکر کوو.''
له دې مخکې سیمه ییزو سرچینو بي بي سي ته ویلي و، طالبان نن (میزان/تلې ۱۲مه) سهار وختي په درېیو بجو د کندوز ښار په درېیمه ناحیه کې "سه درک"، "قهوه خانه"، "کوته ګرد" او "زاخېل" سیمو ته ننوتل.

د عکس سرچینه، AFP
عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي؛ طالبانو دغو سیمو ته له ننوتلو سره د خلکو په کورونو کې سنګر نیولی او له هغه ځایه پر دولتي ځواکونو ډزې کوي او په مقابل کې یې دولتي ځواکونه هم له ځمکې او هوا پر هغوی ډزې کوي.
حکومتي چارواکو تایید کړې چې طالبانو د کندوز ښار پر ځینو برخو برید کړی، خو د دولتي ځواکونو له شدید مقاومت سره مخ شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
کندوز کې د بي بي سي خبریال وایي؛ کندوز ښار کې وضعیت پوځي حکومت ته ورته دی، په کوڅو او سړکونو کې امنیتي سرتېري لیدل کېږي.
طالبانو د اعلامیې په خپرولو ادعا کړې پر کندوز ښار یې له څلورو خواوو یرغلیز بریدونه کړي او د ښار څو سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
طالبانو یو کال وړاندې د میزان په شپږمه له څو اړخونو پر کندوز ښار سخت بریدونه وکړل او دا ښار یې د څو ورځو لپاره ونیو.








