کندوز: د طالبانو برید کې د افغانستان پوځ "۱۲ سرتېري" وژل شوي

د عکس سرچینه، .
د افغانستان په شمال ختیځ کې د پولیسو ویاند ویلي، د کندوز ښار ته څېرمه د پوځ پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې ۱۲ سرتېري وژل شوي دي.
محفوظ اکبري د سه شنبې په ورځ (میزان/تلې ۶مه) ویلي، دا برید تېره شپه شوی دی او پر پوستې د اورپکو تر برید وړاندې په دغه پوسته کې د طالبانو دوو نفوذي کسانو برید ته لاره برابره کړې وه.
ښاغلي اکبري زیاته کړه، دغه دوه کسان تر برید وروسته له طالبانو سره له سیمې وتښتېدل.
د افغانستان په شمال ختیځ کې د پولیسو ویاند ویلي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه توانېدلي ددې پوستې او ورڅېرمه سیمو کنټرول بېرته ترلاسه کړي.
طالبانو ویلي چې په دې برید کې د پوځ د یوه قومندان په ګډون یې ۱۳ سرتېري وژلي او ډېره اندازه وسله یې ترلاسه کړې ده.
کندوز د افغانستان په شمال کې له ناارامو ولایتونو دی. یو کال مخکې په همدې ورځ طالبانو د کندوز مرکز کندوز ښار د څو ورځو لپاره ونیوه.
دا لومړی ځل و چې دا ډله په ۱۳۸۰ کال کې د خپل حاکمیت تر ړنګېدو وروسته وتوانېدل د یوه ولایت مرکز که څه هم د لنډې مودې لپاره و، ونیسي.
د طالبانو لاس ته د کندوز ستراتیژیک ښار لوېدل یوه مهمه امنیتي پېښه وه چې د ملي یووالي حکومت په یوه کلنۍ کې رامنځته شوه او د حکومت پر مشرانو د ډېرو نیوکو لامل شوه.
د تېر کال تر بدلونونو وروسته، کندوز کې د ناامنیو کچه لوړه شوه او د پولیسو او پوځ ځواکونه اړ شول چې په تېرو څو میاشتو کې هلته د طالبانو پرضد عملیات ترسره کړي.








