د کندوز – بغلان لویه لاره بېرته د ترافیکو پرمخ "خلاصه شوې"

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان په شمال کې سیمه ییز چارواکي وايي، د بغلان – کندوز لاره چې پر امنیتي پوستو د طالبانو په برید کې تړل شوې وه، د دولتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوې ده.
د بغلان د والي ویاند محمود حقمل نن (سنبلې/وږي ۱۰مه) بي بي سي ته وویل، طالبانو تېره شپه ددې لارې په اوږدو کې پر څو سیمو بریدونه وکړل چې نن سهار د دولتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې له دغو سیمو وویستل شول.
ښاغلي حقمل زیاته کړه، طالبان د مرکزي بغلان ولسوالۍ د بالادوري او بزي په سیمو کې د سختو تلفاتو په ورکړې سره له سیمې په شا شول.
د راپورونو له مخې تېره ورځ د بغلان مرکز پلخمري ښار ته نژدې د بالا دوري او پوزه ایشان سیمو د طالبانو د برید په پایله کې د محلي پولیسو یوه پوسته د مخالفینو لاسته ولوېده چې له امله یې د کندوز – بغلان لاره د ترافیکو پرمخ وتړل شوه.
هغه وویل، دولتي ځواکونو دا پوسته بېرته نیولې ده.
د افغانستان په شمال کې د لویو لارو ناامنۍ هغه خلک اندېښمن کړي چې پر دغو لارو تګ راتګ کوي.
که څه هم ددغې لارې یو شمېر موټر چلوونکو ویلي چې لا هم دا لاره د تګ راتګ لپاره خوندي نه ده، خو ښاغلي حقمل وویل چې امنیتي ځواکونه ددې لارې پوره کنټرول لري او اندېښنې لرې شوې دي.
د بغلان – کندوز لاره پلازمېنه کابل د افغانستان په شمال ختیځ کې له ستراتیژیک ولایت کندوز سره نښلوي، خو د راپورونو له مخې دا لاره لا هم د کندوز د خان اباد په سیمه کې تړلې ده.
خان اباد هغه ولسوالۍ ده چې لس ورځې وړاندې د طالبانو په برید کې د څو ساعتونو لپاره ددغې ډلې لاسته ولوېده او امنیتي ځواکونو بېرته ونیوله، خو طالبان اوس وایي چې په دې سیمه کې یې څو پوستې نیولې دي.
د کندوز د والي ویاند محمود دانش ویلي چې طالبانو د خان اباد په سیمه کې پر لاره ماینونه ښخ کړي او دولتي ځواکونو یې د تصفیې لپاره عملیات پیل کړي دي.
هغه تایید کړه چې اوسمهال د کندوز – تخار لویه لاره د خان اباد په سیمه کې د طالبانو پرمخ تړلې ده، خو ډاډ یې ورکړ چې ډېر ژر به د ترافیکو پر مخ خلاصه شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر خان اباد خپل برید سره هم مهاله د کندوز ښار په شمال کې یو ستراتیژیک پول په بمونو ړنګ کړ چې ددې ښار ارتباطي لاره د شېرخان له بندري ښارګوټي سره پرې شوه.
د شېرخان سوداګریز بندر افغانستان له تاجکستان سره نښلوي او د الچین په نوم ددې پله ړنګېدو سره کندوز کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې چې خلک یې اندېښمن کړل.
د کندوز د والي ویاند وویل چې دا پول بېرته رغول شوی او اوسمهال د ترافیکو پر مخ خلاص دی چې د خوراکي توکو د بیې کمېدو کې یې مرسته کړې ده.








