افغان حکومت د بغلان دهنه غوري بېرته نیولو عملیات پیل کړي

د عکس سرچینه، EPA
د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي د دهنه غوري ولسوالۍ له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.
چارواکو په وینا په سیمه کې د وروستیو نښتو له کبله یو شمېر کورنۍ تېښتې ته اړ شوې دي.
د بغلان د والي ویاند محمود حقمل بي بي سي ته وویل سیمې ته نوي ځواکونه رسېدلي دي:
''کابو اوه- اته ورځې وړاندې طالبانو بغلان ولایت کې بریدونه ډېر کړي، تېره شپه دهنه غوري ولسوالۍ له جګړې وروسته د دولت د مخالفانو لاس ته ولوېده.''
دهنه غوري د بغلان او سمنګان ولایتونو ترمنځ پرته ولسوالي ده، چې د چارواکو په وینا ځانګړی اهمیت لري.
وړاندې، د افغانستان شمالي بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ د 'سقوط' په اړه ضد او نقیض رپوټونه ورکړل شوي وو. طالبانو د ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې، خو امنیتي چارواکو تر اوسه د طالبانو دا ادعا نه ده تایید کړې.
د بغلان ولایتي شورا ویلي وو، که ولسوالۍ ته مرستې ونه رسېږي، شاید ژر د طالبانو لاس ته ولوېږي.
وسله والو طالبانو تېره شپه رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ مرکز او ځینې مهمې پوستې دوی نیولې دي.

د عکس سرچینه، AFP
طالبانو ادعا کړې، چې ولسوالۍ کې یې ۳۳ سرتېري ژوندي نیولي او ترڅنګ یې درې مرکزونه هم نیولي او د ولسوالۍ چارواکي او نور سرتېري غرنیو سیمو ته وتلي دي.
دهنه غوري ولسوالي له پل خمري او ډنډ غوري ولسوالۍ سره پوله لري او له کیهان ولسوالۍ سره هم ګډ سرحد لري.
له تېرو څو ورځو راهیسې د دهنه غوري ولسوالۍ د نیولو لپاره طالبانو بریدونه پیل کړي او هڅه یې دا ده چې ډنډ غوري ولسوالۍ ونیسي.
د دهنه غوري ولسوالۍ شا ته کیهان ولسوالي پرته ده.

د عکس سرچینه، AFP
ددغې ولسوالۍ د سقوط په اړه داسې مهال ضد او نقیض خبرونه ورکول کېږي، چې د افغانستان په شاوخوا ۱۴ ولایتونو کې جګړه روانه ده او د دغه هېواد د مشرتابه ترمنځ سیاسي ناندرۍ روانې دي.
اجرائیه مشر عبدالله عبدالله تېر ماښام د 'جمعیت اسلامي' ګوند له ځینو مشرانو او غړو سره کابل کې ناسته کړې.
تر غونډې څو ورځې وړاندې ښاغلي عبدالله پر ولسمشر محمد اشرف غني نیوکه وکړه چې په تېرو څو میاشتو کې یې له ده سره نه دي کتلي، بلکې تر دې وړاندې ولاړ او ولسمشر غني یې بې زغمه وباله او هغه یې د مشرتابه لپاره وړ کس 'ونه باله'.

د عکس سرچینه، ARG
خو ښاغلي غني د عبدالله دې څرګندونو ته په ځواب کې نامخامخ ډول ځواب ورکړی او وايي چې ولسمشر ته زغم او حوصله اړینه ده، خو د قاطعیتله لاسه ورکولو معنا نه لري.
ښاغلي غني د خپلو خبرو په لړ کې د دولت په رهبرۍ کې د "شخصي سلیقې" څنګ ته اېښودو خبره وکړه او ویې ویل چې مشر باید عکس العملي عمل ونه کړي، باید خپل محیط بدل کړي.

د عکس سرچینه، CEOAfg








