پر پنجشنبې ولسمشر غني او حکمتیار د سولې تړون لاسلیکوي

د عکس سرچینه،
د اسلامي حزب د سولې د پلاوي مشر کریم امین بي بي سي ته ومنله، چې راتلونکې پنجشنبې (سپټمبر ۲۹مه) به د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.
کریم امین د بي بي سي فرهاد محمدي ته وویل، ښاغلی حکمتیار به د وېډیو کنفرانس له لارې د ولسمشرۍ له ماڼۍ سره اړیکه ونیسي:
''په پام کې ده چې سبا (پنجشنبې) لس بجې به د افغانستان د اسلامي حزب او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ترمنځ د سولې د هوکړې عملي کېدو ته یو محفل جوړ شي، چې ګڼ سیاستوال او خلک به پکې ګډون وکړي.''
- <link type="page"><caption> د حزب اسلامي او دولت د سولې هوکړه</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/09/160922_hh-peace-deal-islami-hizb-nug-live" platform="highweb"/></link>
- <link type="page"><caption> د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/09/160922_hh-peace-deal-between-hekmatyar-and-nug" platform="highweb"/></link>
ښاغلی امین وايي، دا چې حکمتیار به پخپله حضور ونه لري، نو د وېډیو کنفرانس له لارې به تړون لاسلیک او خپله وینا وکړي او بیا به ولسمشر وینا وکړي او د اجرائیه مشر په ګډون به نور چارواکي خپل نظر هم څرګند کړي.
نوموړی وايي، د ښاغلي حکمتیار حاضرېدل له تور لېسته د هغه د نوم پر ایستل کېدو پورې اړه لري چې تر راتلونکو څو اونیو پورې به نوموړی کابل کې راڅرګند شي.
پر همدې مهال، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ځینې سرچینې مني چې دا تړون به پر پنجشنبې لاسلیک شي، خو په وینا یې د ولسمشرۍ ماڼۍ وروسته رسنیو ته په دې تړاو خبرپاڼه واستوي.
د روانې سپتمبر پر ۲۲مه (تلې لومړۍ) د اسلامي حزب د پلاوي او افغان حکومت ترمنځ د سولې هوکړه <link type="page"><caption> لاسلیک</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/09/160922_hh-peace-deal-islami-hizb-nug-live" platform="highweb"/></link> شوه.
- <link type="page"><caption> نړیوالو رسنیو کې د حکومت او حزب اسلامي د هوکړې په اړه غبرګون</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/09/160923_gn_press_review_afghan_peace" platform="highweb"/></link>
- د ګلبدین حکمتیار ژوندلیک




