د حزب اسلامي او د افغانستان دولت د سولې تړون لاسلیک وځنډېد

حکمتیار په اتیایمه لسیزه کې افغانستان کې د کورنۍ جګړې یو لوری و او په تېرو ۱۴ کلونو کې پټ ژوند کوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، حکمتیار په اتیایمه لسیزه کې افغانستان کې د کورنۍ جګړې یو لوری و او په تېرو ۱۴ کلونو کې پټ ژوند کوي
    • Author, نصرت صمیمي
    • دنده, بي بي سي کابل

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې د افغانستان حکومت په وروستیو شېبو کې له دې ګوند سره د سولې تړون لاسلیک ځنډولی دی.

ښاغلي حکمتیار د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې چې د هغه زوی صلاح الدین حکمتیار نن (سنبلې/وږي ۲۱مه) پر خپل فسبوک پاڼې خپور کړی ویلي، د "کورنۍ ستونزې" له امله د افغانستان دولت اړ شو ددې تړون لاسلیک وځنډوي.

د هغه په وینا، د نژدې دوو کلونو پرلپسې خبرو اترو په ترڅ د حزب اسلامي او دولت ترمنځ پر يوه "مهم تړون" هوکړه وشوه او پرېكړە دا وه چي تر لوی اختر وړاندي لاسليك او اعلان شي.

بلخوا د حزب اسلامي مرکچي پلاوی یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي بي بي سي ته وویل، دا تړون باید تېره شپه لاسلیک شوی وای، خو د ملي یووالي حکومت د یوه "لوړپوړی شخصیت" د "ناخوښۍ" له امله تراوسه پاتې دی.

هغه ددغه چارواکي نوم یاد نه کړ خو ویې ویل، اوسمهال پرې دواړه لوري په خبرو بوخت دي. د افغانستان حکومتي سرچینې نه غواړي په دې اړه خبرې وکړي.

د افغانستان دولت او حزب اسلامي ترمنځ تر څو میاشتنیو خبرو وروسته د غویي په ۳۰مه د سولې توافق ليک برابر شو او مسوده یې ددغه ګوند مشر ته واستول شوه. حکومتي چارواکو ویلي و، د حکمتیار تر تایید وروسته به دواړه لوري پرې لاسلیک کوي.

ښاغلي حکمتیار ویلي، د افغانستان دولت او حزب اسلامي د چا له منځګړتوب پرته د "يوې جامع معاهدې توافق" وکړ او "ښکېلو بهرنیو لورو" هم د هغه د تایید او ملاتړ ژمنه وکړه. هغه په مشخص ډول د کوم بهرني لوري نوم نه دی اخستی.

د حکمتیار نوم د امریکا بهرنیو چارو وزارت د "نړیوالو ترهګرو" لست کې شامل دی.

د افغانستان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون په مسوده کې دولت ژمنه کړې چې ښاغلي حکمتیار او د ګوند نورو غړو ته "د ټولو سیاسي او پوځي اقداماتو" په تړاو "قضایي خوندیتوب" ورکړي او هڅې پیل کړي چې د هغوی نومونه د نړیوالو بندیزونو له نوملړه وباسي.

همداراز ددې تړون له مخې، حزب اسلامي ددغو امتیازونو په بدل کې له جګړې لاس اخلي، د هېواد اساسي قانون به مني او خپل پوځي تشکیلات به منحلوي.

حکمتیار باور څرګندوي چې ددې تړون پلې کېدو سره په افغانستان کې روان کړکېچ پایته رسېږي.

حزب اسلامي د افغانستان دولت له مخالفو وسله والو ډلو ده، خو د طالبانو په پرتله ډېر محدود فعالیت لري، ډېر غړي یې له دولت سره یوځای شوي، په سیاسي برخه کې فعال دي او لوړې دولتي څوکۍ هم لري.

ښاغلي حکمتیار له [طالبانو] هم غوښتي چې خبرو ته راشي او له سوله ییزې لارې خپلو هدفونو ته ځانونه ورسوي. "كه دا اهداف د پاتې بهرنيو ځواكونو وتل وي، كه د اوسني حكومت پر ځاى بل حكومت جوړول او كه د اسلام پلي كېدا او د عدالت تأمين."

حکمتیار ویلي، په اوسنۍ بڼې د جګړې دوام د افغانستان د "دښمنانو" په ګټه دی او یوازې پکې افغانان وژل کېږي او هېواد یې ورانېږي.

خو طالبان چې افغانستان کې د روانې جګړې یو "اغیزمن او اصلي" لوری ګڼل کېږي تل یې له حکومت سره خبرې رد کړي او پر جګړې یې ټینګار کړی.