د سولې شورا: حکومت له حکمتیار سره د سولې په برخه کې اختلاف نه لري

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي ګوند سره د سولې په برخه کې د ملي وحدت حکومت د مشرانو ترمنځ اختلاف نشته.
د دې شورا ویاند د ګلبدین حکمتیار او حکومت ترمنځ د سولې تړون په لاسلیکېدلو کې د ځنډ دلیل د دواړو خواوو ترمنځ کوچني اختلافونه بولي.
- <link type="page"><caption> د حکمتیار د ناڅرګندتیا د پړاو پای؟</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/07/150706_hh-hekmatyar-is-analytic-piece-harun" platform="highweb"/></link>
- <paragraph> <link type="page"><caption> غني: د سولې پر وړاندې هېڅ بې دلیله خنډ نه شم منلی</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/09/160912_ns_eid_zaha_first_day" platform="highweb"/></link></paragraph>
- <link type="page"><caption> د حزب اسلامي او د افغانستان دولت د سولې تړون لاسلیک وځنډېد</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/09/160909_mns_afghanistan_govt_hia_peace_deal_postponed" platform="highweb"/></link>
شهزاده شاهد، بي بي سي ته وویل "د دواړو لورو ترمنځ وړې مسلې حل شوې نه دي". د هغه په خبره، ډېر ژر به په ډاګه شي، چې دا اختلاف د څه شي په سر دی.
هغه زیاته کړه، د تړون د اجرا کولو بهیر، د اجرا کولو پر بهیر څار او له هغه ممکنه سرغړونو ته رسيدل د دې موافقې جنجالي برخې دي.
د ښاغلي شاهد په خبره، ټاکل شوې تر راتلونکو دوو اونیو دا تړون پرېکند شي.
تېره اوونۍ د افغان حکومت چارواکو او د اسلامي ګوند استازو- چې د سولې خبرو کې یې ګډون درلود- وویل، دواړه لوري د سولې تړون پرېکنده سند لاسلیکولو ته نږدې شوي دي.
له هغه یوه ورځ وروسته ګلبدین حکمتیار وویل، چې د ده په مشرۍ اسلامي ګوند او د افغان حکومت ترمنځ د سولې تړون لاسلیکېدل په حکومت کې د نظر د اختلاف له امله ځنډېلي دي.
ښاغلي حکمتیار د وږي پر ۲۱ د لوی اختر په مناسبت پیغام کې زیاته کړې وه، چې پکار و، تېره جمعه دا تړون لاسلیک شوی وی، خو داسې ونه شول.








