غني: د سولې پر وړاندې هېڅ بې دلیله خنډ نه شم منلی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، دولت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې هوکړې ته نژدې شوی دی.
نوموړي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اختر له لمانځه وروسته وینا کې وویل، چې د سولې په لار کې هېڅ راز خنډ ورته د منلو نه دی.
ولسمشر غني وویل، چې له حزب اسلامي سره هوکړه به په نژدې ورځو کې نهايي شي، چې د نوموړي په وینا دا د هېواد د سولې په لار کې یو مهم ګام دی:

د عکس سرچینه، BBC Pashto
''د سولې عالي شورا او حزب اسلامي له مرکچیانو مننه کوم، چې پام وړ پرمختګ یې کړی دی. هیله مند یو، چې ژر به دغه هوکړه نهايي شي او موږ به د سولې راتګ په لار کې د یوه مهم ګام شاهدان واوسو. لږ مسایل پاتې دي، چې لنډ مهال کې به حل شي او د حل کېدو وړ دي.''
ښاغلي غني د افغانستان له سیاستوالو او مسولینو وغوښتل، چې د ده په خبره د سولې موضوع ډېره جدي وبولي او د ولس غوښتنه عملي کړي.
نوموړي زیاته کړه ''د افغانستان د ولسمشر په توګه د سولې پر وړاندې هېڅ داسې خنډ چې دلیل و نه لري نه شم منلی''.

د عکس سرچینه، AFP
له دې نه وړاندې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار هم خبرو کېپرمختګ تائید کړی و، خو ادعا یې درلوده، چې وايي، د 'حکومت د داخلي ستونزو له امله د هوکړې لاسلیکېدل ځنډېدلي.'
د جمعیت اسلامي دریځ
له هغو ګنګوسو سره همهاله چې ګواکې د افغان چارواکو تر منځ له حزب اسلامي سره د هوکړې پر سر اختلافونه دي، د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس او د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور په مزار شریف کې د اختر په مراسمو کې وویل “د جمعیت دریځ دا دی چې د حکومت او اسلامي حزب تر منځ د دې هوکړه لیک ملاتړ کوي او موږ یې هم ملاتړ کوو”.
د سولې شورا

د عکس سرچینه، Getty
تمه وه چې له اختر وړاندې به د دواړو لورو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شوی وای خو اوس د افغانستان د سولې شورا په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د اختر رخصتیو په ګډون د یو شمېر تخنیکي مسایلو له کبله د هوکړه لیک لاسلیک ځنډیدلی دی.
د سولې شورا په اعلامیه کې دغه راز راغلي، چې د ځینو ګنګوسکو برعکس د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله د سولې شورا په مشرتابه د دغو خبرو ملاتړ کړی او دا یې په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره یو مهم ګام بللی.








