د ګلبدین حکمتیار ژوند لیک

ښاغلی حکمتیار د ۱۳۵۷ کال د غويي له کودتا وروسته د خلق ډیموکراټیک ګوند په مشرۍ د حکومت پرضد فعالیتونه او بریدونه پیل کړل

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ښاغلی حکمتیار د ۱۳۵۷ کال د غويي له کودتا وروسته د خلق ډیموکراټیک ګوند په مشرۍ د حکومت پرضد فعالیتونه او بریدونه پیل کړل

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان مشهوره سیاسي څېره ګڼل کېږي. نوموړي له پخواني شوروي اتحاد سره د جګړې پرمهال د پخوانیو جهادي مشرانو پرتله توند دریځ او سیاست درلود.

ګلبدین حکمتیار د ۱۳۲۶ ل کال لړم میاشت کې د افغانستان شمالي کندوز ولایت کې زیږېدلی دی.

نوموړي د کابل پوهنتون انجینرۍ پوهنځي کې لنډه موده درس ویلی، خو د خپلو سیاسي فعالیتونو له کبله یې لوړې زده کړې پرېښودې او په ۱۳۴۹ کال د "مسلمانو ځوانانو" د ټولنې غړی شو.

  • <link type="page"><caption> کرزی: له حزب اسلامي سره د سولې خبرو پر بریالیتوب خوښ یم</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/multimedia/2016/09/160922_ns_karzai_iv" platform="highweb"/></link>
  • <link type="page"><caption> له کلنو هلو ځلو وروسته د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه وشوه</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/multimedia/2016/09/160922_ns_peace_talks_kabul" platform="highweb"/></link>
  • <link type="page"><caption> د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د هوکړه لیک نوې مسوده</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/09/160920_ns_afghan_gov_hizb_new_draft" platform="highweb"/></link>
  • <link type="page"><caption> 'حزب اسلامي سره به سوله طالبان هم خبرو ته وهڅوي'</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/multimedia/2016/05/160519_ns_akram_khpalwak_iv" platform="highweb"/></link>

له ۱۳۵۱ کال تر ۱۳۵۳ پورې بندي و بیا د محمد داود خان له کودتا وروسته پاکستان ته ولاړ.

ښاغلی حکمتیار د ۱۳۵۷ کال د غويي میاشتې له کودتا وروسته یې د خلق ډیموکراټیک ګوند په مشرۍ د حکومت پرضد فعالیتونه او بریدونه پیل کړل.

د ګوند جوړښت او د پاکستان ملاتړ

ګلبدین حکمتیار پیل کې د برهان الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند غړی و، خو په ۱۳۵۸ کال له دې ګونده جلا او د حزب اسلامي په نامه بل ګوند یې جوړ کړ او ځان یې د ګوند مشر وټاکه.

حزب اسلامي د افغانستان د جهادي ګوندونو په منځ کې تر ډېره د پښتنو مېشتو سیمو ملاتړ ترلاسه کړ.

حزب اسلامي له پخواني شوروي اتحاد سره د جهاد په لومړیو کلونو کې تر ډېره د جهاد لپاره مرستې جلب کړې.

ښاغلی حکمتيار په کورنيو جګړو کې په لاس لرلو تورنېږي

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، ښاغلی حکمتيار په کورنيو جګړو کې په لاس لرلو تورنېږي

واک ته د رسېدو هڅې

له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، حکمتیار د افغانستان په ختیځ جلال اباد ښار کې لوی عملیات پیل کړل، چې هدف یې د نجیب الله په مشرۍ د حکومت ړنګول وو.

خو دغه عملیات چې هغه وخت – ځانمرګي عملیات – بلل کېدل، له ماتې سره مخامخ شول.

حکمتیار په دې عملیاتو کې د ماتې پړه پر یوه بل جهادي مشر احمد شاه مسعود اچوله.

  • <link type="page"><caption> غېرت بهير: افغانستان د حکمتيار په څېر قوي رهبر ته ضرورت لري</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2011/06/110630_as_ghairat_bahir_iv" platform="highweb"/></link>
  • <link type="page"><caption> حکمتیار: یمن ته د سعودي د دفاع لپاره جنګیالیو استولو ته چمتو یوو</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/04/150407_hh-afghan-hig-ready-to-send-fighters-to-yemen" platform="highweb"/></link>

په ۱۳۶۹ کال د هغه وخت د دفاع وزیر شهنواز تڼي په مشرۍ د نجیب الله له ځینو ناراضو ملګرو سره کودتا سمبال شوه، خو ژر له ناکامۍ سره مخامخ شوه.

په ۱۳۷۱ کال د مجاهدینو له بریا وروسته، حکمتیار کابل ته ولاړ، خو دا چې د پېښور له هوکړې وروسته برهان الدین رباني له شپږ میاشتې ټاکل شوي وخت وروسته څوکۍ پرې نه ښوده، د حزب اسلامي په ګډون له دولت سره د ځینو جهادي ډلو لانجه د ماشې تر کشولو پورې ورسېده، حکمتیار د کابل په جنوب چهار اسیاب سیمه کې خپل ځواکونه ځای پرځای کړل او له هغه ځایه یې د برهان الدین رباني په مشرۍ د دولت پرضد جګړه پیل کړه.

د ۱۳۷۴ کال په وروستیو میاشتو کې کله چې طالبانو د افغانستان ډېرې برخې ونیوې، حکمتیار د برهان الدین رباني په مشرۍ دولت کې د لومړي وزیر څوکۍ ته ځان چمتو کړ، خو مشرۍ یې ډېر دوام ونه کړ، طالبان راغلل او حکمتیار ایران ته پناه یووړه.

افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو له راتلو وروسته ګلبدين حکمتيار وسله وال مخالفت پيل کړ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو له راتلو وروسته ګلبدين حکمتيار وسله وال مخالفت پيل کړ

وسله وال مخالفت

حکمتیار د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له پېښو او د طالبانو د تحریک له ړنګېدو او افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له راتلو وروسته، د بهرنیو ځواکونو پروړاندې وسلې ته لاس کړ.

حکمتیار چې د پخواني شوروي اتحاد پرضد له افغانستانه د روسي ځواکونو پر وتلو ټینګار کاوه، اوس یې هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو تاکید کاوه او د ټاکنو پربنسټ د "اسلامي دولت" جوړېدو شعار یې اصلي غوښتنه وه.

  • <link type="page"><caption> د عبد الله ډلې ته د حزب اسلامي ګوتڅنډنه</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2014/08/140830_aa-afghan-elections-abdullah-hizb" platform="highweb"/></link>

نوموړی که څه هم له طالبانو سره مخالف و، خو پر افغانستان د امریکا د برید په لومړیو ورځو کې حکمتیار د امریکا دا ګام "تېری" وباله او ویې ویل که امریکايي ځواکونه افغانستان ته ننوځي، نو دی به یې پروړاندې وجنګېږي، چې همداسې وهم شول.

د طالبانو له سقوط وروسته تر اوسه د ګلبدین حکمتیار د اوسېدو د ځای ځایګي څرک نه لګېږي، امریکا د حکمتیار پر سر ۲۵ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې وه.

حزب اسلامي د نورو جهادي ګوندونو پرتله ټینګ ګوندي جوړښت درلود، خو په وروستیو کې پر ځینو څانګو ووېشل شو.

د حزب اسلامي ګوند په ښکاره کابل کې فعالیت کوي او دفتر لري، د افغانستان ۱۳۸۸ کال ټاکنو کې د حزب اسلامي ګوند دغې څانګې د حامد کرزي ملاتړ اعلان کړ.

د غه ګوند ویلي وو، ځکه د حامد کرزي ملاتړ کوي، چې هغه له طالبانو او ګلبدین حکمتیار سره د سولې پلوی دی، خو ګلبدین حکمتیار په خپله د افغانستان ټاکنې تحریم کړې وې.

  • <link type="page"><caption> نيويارک ټايمز: امریکا د حکمتیار د سوله ییزو خبرو ملا تړي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/05/160519_hh-press-review-may19" platform="highweb"/></link>