افغان حکومت او حزب اسلامي د خپلمنځۍ سولې او روغې هوکړه لاسليک کړه
د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې او روغې تړون نن کابل کې لاسليک شو.
دغه تړون د افغان سولې شورا مشر، پیر سید احمد ګېلاني، د افغانستان ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار په استازيتوب محمد امين کريم لاسليک کړ.
د تړون لاسليک پر مهال يوه ګډه اعلاميه کې ويل شوي، چې دا هوکړه به د ولسمشر اشرف غني او د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار له لاسليک وروسته پلې کېږي. نجما ځلا پرې له کابله راپور لري.