د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه
- Author, هدایت الله همیم او اسدالله لودین
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د دولت او حزب اسلامي د مرکچي پلاوي ترمنځ د پنجشنبې په ورځ 'تلې لومړۍ' د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغې هوکړې یوه یوه کاپي ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب مشر ګلبدین حکمتیار ته لېږل کېږي او د هغوی له لاسلیک وروسته د پلي کولو وړ ګرځي.
دا هوکړه د افغان دولت پلاوي (د سولې د عالي شورا د مشر سید احمد ګیلاني، د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر، د سولې د عالي شورا د منشي عطاء الرحمن سلیم) او د انجینر ګلبدین حکمتیار د ګوند د پلاوي ترمنځ لاسلیک شوه.
- د هوکړې لاسلیکېدو شېبه په شېبه ژوندی حال
- <link type="page"><caption> له حزب اسلامي سره هوکړه به پر سولې څه اغیز ولري؟</caption><url href="https://www.facebook.com/bbcpashto/videos/1159791237389649/" platform="highweb"/></link>
د دغې هوکړې لاسلیک ته ځانګړي مراسم نیول شوي و چې د اسلامي حزب د لسګونه پلویانو ترڅنګ یو شمېر لوړپوړو چارواکواو د ملي شورا غړو ګډون کړی وو.
د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ په ګډه لاسلیک شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا سند د ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار تر لاسلیکېدو وروسته د پلې کېدو وړ ده.
پر همدې مهال، کابل ښار کې د دې سند د لاسلیکېدو لپاره ټینګ امنیت نیول شوی و.
د لاسلیک شوي سند پربنسټ، دولت د اوربند په مقابل کې د ګلبدین حکمتیار او د حزب اسلامي د نورو مشرانو او غړو د قضايي مصؤونیت ضمانت کوي.
دا هوکړه په درو فصلونو او ۲۵ مادو کې چمتو شوی دی.
ددې هوکړې د لاسلیکېدو هم مهاله، کابل کې ځینې د هوکړې خلاف ځینې کسان راغونډ شوي وو.
د کابل نوي ښار پارک کې لسګونو راغونډو شویو کسانو د ښاغلي حکمتیار پرضد نارې وهلې او له هغه سره یې د سولې د هوکړې مخالفت کاوه.

لاریونیانو ادعا کوله، د افغانستان خلک ګلبدین حکمتیار په کورنیو جګړو کې د ښکېلتیا له کبله هغه نه بښي او هغه ته د 'سزا' ورکولو غوښتونکي دي.
له ګلبدین حکمتیار سره د سولې د هوکړې لاسلیکېدو په خواله رسنیو کې هم بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.
د هوکړې دواړې غاړې د جګړې پای ته رسولو، د سولې او امنیت راتلو او د اسلامي ارزښتونو درناوي ته ژمنې دي.
د افغان دولت له لوري د هوکړې لاسلیکوونکي پلاوي مشر او د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر وویل: ''د افغانستان دولت د سولې لپاره ځینې اصول وټاکل، چې د هوکړې بنسټ جوړوي، د هوکړه د اسلام د احکامو او اعتقاداتو پربنسټ وي، زموږ خلکو غوښتل چې دواړې غاړې د هېواد اساسي قانون ته ژمن وي او زموږ د خلکو (سړو او ښځو او ټولو قومونو) حقونو او ازادیو ته په ریښتینولۍ ژمن پاتې شي''.
په دې هوکړه کې د حکومت بنسټیزې ژمنې دا دي چې د اسلامي حزب غړو ته به په سیاسي بهیر کې ونډه ورکوي، د ملګرو ملتونو له تورلسته به یې د وتلو غوښتنه کوي او د اوسېدو خوندي فضا به ورته برابروي.
په هوکړه کې له اسلامي حزبه هم ژمنه اخیستل شوې چې ډېر ژر به اوربند اعلانوي، خپل پوځي جوړښتونه به له منځه وړي، اساسي قانون به مني، ترهګریزو ډلو سره به اړیکې پرې کوي او د ښځو حقونو او اوسنیو لاسته راوړنو ته به درناوي کوي.

د عکس سرچینه، arg
د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم وویل، په خپلو ټولو ژمنو ولاړ دی، خو ټینګار یې وکړ چې هدف یې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د دغه هېواد د خپلواکۍ اعاده ده:
''اسلامي حزب په خپلو ژمنو باندې هماغسې ولاړ دی، موږ به د هېواد د خپلواکۍ او ملي حاکمیت تر بشپړې اعادې خپلې مبارزې ته دوام ورکړو، د خلکو د ویندویانو په توګه د اسلامي حزب مبارزه به تر هغه وخته دوام وکړي چې وروستی بهرنی سرتیری له افغانستانه ووځي.''
له اسلامي حزب سره د سولې هوکړه لاسلیک شوه، خو طالبان لا هم د جګړو په ډګر کې دي او افغان چارواکي وايي، دوي هم باید اسلامي حزب ځانته یوه بیلګه وګرځوي.
د افغان حکومت او اسلامي حزب د مرکچي پلاوو ترمنځ له هوکړې وروسته به ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب مشر ګلبدین حکمتیار پر دې سند لاسلیک کوي او بیا به خپله حکمتیار هم کابل ته راځي.

د عکس سرچینه، ONSC
خو لا هم د ښاغلي غني او حکمتیار له خوا د دغه سند لاسلیک او کابل ته د حکمتیار د راتګ کره نېټه نه ده په ګوته شوې.








