ارګ: د سولې شورا له حزب اسلامي سره په پنجشنبه هوکړه کوي

ګلبدین حکمتیار له تېرو ۴۰ کلنو راهیسې په جګړه کې ښکیل دی.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، ګلبدین حکمتیار له تېرو ۴۰ کلنو راهیسې په جګړه کې ښکیل دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته وویل د سولې عالي شورا او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوي ترمنځ د سولې هوکړه لیک سبا پنجشنبه د کابل پر وخت ۱۱ بجې لاسلیکېږي.

د دغه هوکړه لیک په اړه له تېرو څو میاشتو راهیسې د دواړو لوریو تر منځ خبرې کېدلې. افغان چارواکي وايي د ځنډېدو لامل یې د باور فضا رامنځته کول و، چې وايي اوس دغه باور رامنځته شوی دی او په خبره یې دوی هیله مند دي.

تېره ورځ د افغانستان سولې عالي شورا یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې دغه هوکړه لیک به دوو پړاوونو کې عملي کېږي.

  • <link type="page"><caption> د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د هوکړه لیک نوې مسوده</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/09/160920_ns_afghan_gov_hizb_new_draft" platform="highweb"/></link>
  • <link type="page"><caption> "حزب اسلامي به ډېر ژر د افغانستان د سياسي جوړښت برخه شي"</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/09/160918_gn_afghan_peace_hekmatyar" platform="highweb"/></link>
  • <link type="page"><caption> د سولې په راوستلو کې د ښځو ونډه </caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/interactivity/2016/09/160916_ns_women_rule_peace_stability_column" platform="highweb"/></link>

د دوی په وینا دې لړ کې به د یادې شورا او کابل کې د حزب اسلامي په خبرو بوخت پلاوی دغه هوکړه لیک لاسلیک کړي او له هغه دوې یا درې اونۍ وروسته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د راتګ لپاره چمتوالی کېږي.

د نوې مسودې له مخې ښاغلی حکمتیار کولای شي په افغانستان کې د اوسېدو لپاره درې ځایونه خوښ کړي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د نوې مسودې له مخې ښاغلی حکمتیار کولای شي په افغانستان کې د اوسېدو لپاره درې ځایونه خوښ کړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې ښاغلی حکمتیار به کابل ته څنګه ننوځي.

که څه هم داسې ګنګوسې دی چې ښاغلی حکمتیار په افغانستان کې دې خو د چارواکو او یادې سرچنې له خبرو داسې معلوميږي، چې نوموړی دا مهال په افغانستان کې نه شته.

چارواکي دا هم وايي، چې کابل ته د ښاغلي حکمتیار له راتلو سره سم به یوه لویه غونډه رابلل کېږي.

د سپتمبر په ۱۱مه بي بي سي د حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي تر منځ د هوکړه لیک نوې مسوده تر لاسه کړې وه چې په کې د حکومت له لوري د قضايي خوندیتوب تضمین کولو تر څنګ لس ژمنې شوې وې.

په دغه مسوده کې افغان حکومت ژمنه کړې، چې له تورو لیستونو به د حزب اسلامي د ځینو غړو او مشرتابه د نومونو لرې کولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون هڅې کوي او دغه راز به د دغه ګوند غړي او مشر په افغانستان کې ازادانه ژوند وکولای شي.

حکومت به د دوی د خوندیتوب لپاره امنیتي تدبیرونه کوي او معقول لګښت به ورکوي. حزب اسلامي به ازادانه سیاسي فعالیتونه کوي او د دغه حزب د مشر ګلبدین حکمتیار به ځانګړی درناوی کېږي.

د افغانستان اجراییه ریس هم د دغې مسودې ملاتړ کړی او له حزب اسلامي سره سولې ته هیله من دی

د عکس سرچینه، arg

د عکس تشریح، د افغانستان اجراییه ریس هم د دغې مسودې ملاتړ کړی او له حزب اسلامي سره سولې ته هیله من دی

د یاد ګوندمشر کولای شي په افغانستان کې د اوسېدو لپاره درې ځایونه خوښ کړي.

حکومت به د دوی د قضايي خوندیتوب تضمین کوي او د دریو میاشتو موده کې به د حزب اسلامي د بندیانو خوشي کېدو لپاره اقدام کېږي.

په بدل کې، حزب اسلامي په دغه مسوده کې ژمنه کړې چې له افغان زندانونو خوشي شوي زندانیان به یې بېرته د حکومت مخالفو وسله والو لیکو ته نه ځي.

دوی به دغه راز د افغان حکومت هغه زندانیان خوشي کوي، چې دوی سره دي.