تورخم شخړه: اسلام اباد د افغان سفارت چارسمبالی ورغوښتی

- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
پاکستان دوشنبې (۱۳ جون) په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چارسمبالی ښاغلی سید عبدالناصر یوسفي د تېري شپې پر تورخم شخړه د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتی او د پېښې په اړه يې احتجاج ثبت کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه کې ویل شوي، پاکستان د افغان ځواکونو لخوا تېره شپه په تورخم دروازه د ناڅاپه ډزو پر ضد افغان چارسمبالی وربللی او ورته يې ویلي دي چې له دې ډول کړنو څخه د دواړو هېوادونو دوستي اغېزمنه کېدلی شي.
یاده اعلاميه مخکې کاږي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا له ښاغلي يوسفي څخه غوښتل شوي چې د تېري شپې د پېښې په اړه بشپړ او کره معلومات دې له دوي سره شریک کړل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه برید د افغان ځواکونو لخوا هغه مهال وشو چې دوی پر خپله خاوره دروازه لګوله او د دغې دروازې د لګولو موخه يې په ناقانونه توګه د خلکو د تګ راتګ مخه نیول ښودلي.
یاد وزارت وايي همدا د پاکستان نوې تګلاره ده تر څو له همدې لارې پر پوله نظام ښه کړي.
چارواکي وايي، دا چې په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال له پاکستانه بهر دی ځکه يې د دغه سفارت چارسمبالی ورغوښتی دی.
بلې خوا ته ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د تورخم تر پرونۍ پېښې وروسته يې د پاکستان د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره په ټیليفون خبري شوې او هم يې د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال راحیل شریف ته یو لیک هم لېږلی دی.
د زاخېلوال په خبره دواړو غاړو په دې ټينګار کړی چې دا ستونزه به د خبرو له لارې هوار وي او کېدلی شي په راتلونکو دوو ورځو کې يې ترمنځ پر همدې تړاو لیده کاته هم وشي.
بي بي سي هڅه وکړه، چې د تېري شپې د تورخم شخړې په هکله د پاکستان د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره خبرې وکړي خو سرتاج عزیز په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

په تورخم کې د تېري شپې تر پېښې وروسته یاده دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې او پاکستاني چارواکو له تورخم دروازې سره څېرمه په چارباغ، ښارغلي او باچا مېنه سیمو کې ګرځبندیز لګولی دی.
د همدې سیمې يوه اوسېدونکي ایمل شینواري د ټيليفون له لارې بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د دوي ژوند او کاروبار په همدې دروازه له تېرو اتو میاشتو راهیسې زيايمن شوی او له تېري شپې راهیسې یو ځل بیا يې کاروبار په ټپه درېدلی دی.
د شینواري په خبره د شاوخوا سیمو وګړي له همدې امله له سختو ستونزو سره مخامخ دي او د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دي پر تورخم دروازه دا ستونزه هواره کړي.








