بلخ کې د دوو قومندانانو تر منځ نښته کې "۱۲ تنه وژل" شوي

د عکس سرچینه، f

د افغانستان د شمالي ولایت بلخ د کشنده په ولسوالۍ کې د دوو ناقانونه وسله والو قومندانانو تر منځ په نښته کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

چارواکې وايې چې سیمی ته يې د دغي پېښي د څېړنو په موخه یو پلاوی استولی دی.

د کشنده ولسوالۍ د باختري په نامه کلي کې د ملا عبدالله او ملا خالیار په نامه دوو وسله والو قومندانانو تر منځ نښته کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي، چې دغه دوه سیال قومندانان هم په وژل شويو کې شامل دي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد بیا وايې چې دغو قومندانانو پخوانۍ دښمني لرله.

ښاغلی فرهاد وايي "د دغو دوو ناقانونه وسله والو قومندانو تر منځ تاوتريخوالي کې ۱۲ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي"

د نوموړي په وینا د پېښې د ارزونې په موخه سيمه ته يو پلاولی لېږل شوی او هغه کسان چې په دې پېښه کې لاس لري د قانون منګولو ته به يې وسپاري.

د سيمې يوه اوسېدونکي بي بي سي ته ويلي، په وژل شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، په سيمه کې د "استوګنې لسګونه کورونه سوځېدلي" او په لوی شمېر مالي او ځانی زيان رسېدلی دی.

پوليس وايي نښته د مځکې پر سر د لانجې له امله د هغو وسله والو تر منځ پېښه شوې چې تېر کال يې د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون کړی و.

د شمال زون د پوليسو وياند سيد سرور حسيني د سيمي د اوسېدونکو دا ادعار ردکړه چې ګواکې کورونه ته اور اچول شوی دی.

نوموړی وايي "دغه ادعا بې بنسټه ده او کورونه نه دي سوځول شوي"

ښاغلی حسيني زياتوي د حالت د کابو کولو او د نورې مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه يې امنيتي ځواکونه سيمې ته استولي دي او په دې تړاو يې تراوسه ۸ تنه نيولي هم دي.

یوه میاشت وړاندې هم د بلخ د شولګره په ولسوالۍ کې د دوو ناقانونه وسله والو قومندانانو ترمنځ په نښته کې ۴ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي وو.

وړاندې د بلخ امنیه قومندان په دغه ولایت کې د ګڼو ناقانونه وسله والو د شتون له امله اندېښنه ښودلې وه.