بلخ کې وسله والو ۹ مرستندویان وژلي

د عکس سرچینه، f
د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شیر جان دراني بي بي سي ته وویل، یاد وژل شوي کسان د کلیو د پراختیا وزارت د ''ملي پیوستون'' د پروګرام کارکوونکي وو، چې تېره شپه په زارع ولسوالۍ کې د نا پېژاندو کسانو له خوا ووژل شول:
''د ملي پیوستون دغو کارکوونکو په سیمه کې د ولسوالۍ له پولیسو سره له همغږۍ پرته ټولنیز کارونه کول، پولیسو په دغو کلیو کې فزیکي وجود نه درلود''.
پر همدې مهال، د کلیو د پراختیا وزیر نصیر احمد دراني د خپل کار د لومړیو سلو ورځو د پلان وړاندې کولو پرمهال دغه پېښه غندلې ده، چې په وینا یې وژل شویو کسانو له People in Need مؤسسې سره کار کاوه.
دغه مؤسسه د چک جمهوریت اړونده ده، چې وژل شویو کسانو ورسره د بلخ ولایت د ملي پیوستون پروګرام په اډانه کې کار کاوه.
پېښه تېره شپه شاوخوا دوه نیمې بجې هغه مهال شوې، چې وسله والو د یادې مؤسسې پر دفتر برید وکړ.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، د پېښې پرمهال په سیمه کې پولیس نه وو.
د وژل شویو هویت تر اوسه نه دی معلوم شوی، خو سیمه ییزې رسنۍ وايي، په وژل شویو کې یوه ښځه هم ده.
د چک People in Need مؤسسې هم منلې ده، چې ۹ کارکوونکي یې وژل شوي. ددغې مؤسسې په یوه ویناپاڼه کې راغلي، دغه مؤسسه له ۲۰۰۲ کال راهیسې بلخ کې فعالیت لري.
تر اوسه ددغو کسانو د وژلو پړه چا نه ده منلې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي "د دوو ساتونکو په ګډون ۹ مرستندویان په بلخ ولایت کې وژل شوي. موږ د پېښې ارونه کوو".
وړاندې هم د ملي پیوستون پر کارکوونکو د وسله والو بریدونه شوي وو. په ۲۰۱۳ کال د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې ددغه پروګرام شپږ کارکوونکي وژل شوي وو.
د ملي پیوستون پروګرام د افغانستان د حکومت یوه لویه پروژه ده، چې په تېرو کلونو کې یې د کلیوالیو سیمو د پراختیا لپاره ګڼ کارونه کړي.
درې ورځې وړاندې، د زارع ولسوالۍ په ګډون د بلخ په ځینو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پرضد عملیات پیل شوي دي.









