د ښار جوړولو وزارت شپږ کارکوونکي ممنوع الخروج اعلان شول

د عکس سرچینه، Arg
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د ښار جوړولو وزارت د شپږو کار کوونکو دندې وځنډولې.
خبرپاڼه وايي، ولسمشر لویې څارنوالۍ ته امر کړی، چې د یاد وزارت د اپارتمانونو جوړولو په برخه کې په بډو او ونډو اخیستو تورن کسان 'ممنوع الخروج' اعلان کړي.
ښاغلي غني دا پرېکړه د ښار جوړولو وزارت له یو شمېر استازو سره په غونډه کې کړې ده، چې وايي، که پر تورنو کسانو د بډو اخیستو تور ثابت شي، د قانون مطابق به جزا ورکړل شي.
ارګ وايي، په تورنو کسانو کې "د ښار جوړلو وزارت د کور جوړولو تصدۍ رئیس احمد نواز بختیار، محمد امین قانع، د اپارتمانونو چارو د انسجام دفتر مسوول، احمدشاه همت د مرکز د ښار جوړولو رئیس ، محمد امین امین د املاکو او اسکانو رئیس، انجینر ګل رحیم زیارمل، د پلان او پالیسۍ رئیس، سید امان سادات، د اپارتمانونو چارو د انسجام دفتر مالي مسؤول په دغه لېست کې شامل دي".
ښاغلي غني وویل "فساد په نړیواله کچه د افغانستان حیثیت ته زیان اړولی. افغان ولس هم له همدې ناوړه پدیدې رنځېږي، نو د ملي یووالي حکومت د فساد پرضد جدي مبارزه کوي".
آیسا
بل خوا، ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې (آیسا) او د سوداګرۍ او صنایعو او عدلیې وزارت له استازو سره په یوه ناسته کې ددغې ادارې د ستونزو په اړه بحث وکړ او د آیسا د سرپرست او اداري مرستیالانو پوستونه یې وځنډول، خو له اقتصاد وزارت یې د وړتیا لرونکو کسانو د معرفي کولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي غني په آیسا اداره کې د وزیرانو د نه مداخلې امر هم وکړ.
له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، ولسمشر غني "پر ملکي ادارو د وسله والو ورننوتل د نه منلو کار وباله، او پر آیسا ادارې د وسله والو کسانو د ورننوتلو د پېښې په اړه یې د قضیې د جدي څېړلو امر وکړ، چې په وینا یې ددې قضیې له عاملینو سره باید قانوني چلند وشي".
وړاندې هم پر افغان حکومت د پراخ فساد تورونه لګول، چې له همدې کبله ځینو نړیوالو مرستندویانو د اصلاحاتو راوستلو او فساد پر ورکولو پورې له افغانستان سره خپله مالي مرسته مشروطه کړې ده.








