عطاء الله لودین: په تورخم کې د فساد مخه "نه شم نیولی"

- Author, حفظ الله معروف
- دنده, کابل
د افغانستان په تورخم دروازه کې د لویو لاریو موټر چلوونکي هره میاشت میلیونونه افغانۍ بډې ورکوي چې له خپلې اندازې ډیر بار شویو موټرو ته یې اجازه ورکړل شي دغه هېواد ته ننوځي.
د ننګرهار سرپرست والي عطاء الله لودین دوه اونۍ وړاندې ویلي وو چې هر میاشت له ۱۴۰ میلیونو ډیرې افغانۍ په دغه تله کې شخصي جیبونو ته ځي.
دغو موټرو چې له خپلې اندازې ډیر توکي پکې باریږي، د تورخم- جلال اباد سړک ته یې هم ډېر زیان اړولی دی.
حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې کاږي، د تورخم له دروازې افغانستان ته تېرېدونکې هره لارۍ باید وتلل شي چې له ټاکلې کچې ډیره نه وي بار شوي.
خو د کنټرول سیستم قانوني نه ښکاري او ویل کېږي چې د فساد اصلي ځاله ده. ښايي ډیر لږ داسې موټر په تورخم تله کې وموندل شي چې له ټاکلي اندازې ډېر نه وي بار شوي.
ډېری دغه ډول موټر د شپې او یا هم مامورین ته د بډو په ورکولو له دغې تلې تیریږي. د تورخم په تله کې مې دلویو لاریو ګڼ داسې چلوونکي ولیدل چې په ساعتونو او آن ورځې انتظار وو.
د دوی موټرونه له ټاکلې کچې ډیر بار وو او د تلې له چارواکو سره یې د پیسو پر سر د جوړ جاړي لپاره فرصت لټاوه. په تورخم کې د لویو موټرو د اډې منشي وايي له ټاکلې کچې ډیر بار شوي موټر ډیر وخت دشپې پرمهال له تلې تیریږي.

دی وايي "همدا تیره شپه له پنځوسو ډیر موټر چې هر یو یې له ۷۰ ټنو پورته بار شوي وو، له دې تلې تیر شول، نه یې چا مخه ونیوله او نه چا جریمه کړل."
هغه ادعا کوي چې ځینې وخت دغه ډول ناقانونه موټر له هغو کسانو سره تړاو لري چې یا حکومتي چارواکي دي او یا هم د مافیايي کړیو مشران دي.
د ننګرهار سرپرست والي هم دا مني چې ځینې مافیايي کړۍ او دولتي چارواکي په دغه فساد کې لاس لري خو نومونه یې نه په ډاګه کوي.
هغه لویې لارۍ چې له دغې لارې تیریږي، باید له پنځوس ټنو پورته بار نه شي. خو پر دغه لاره ځینې داسې موټر هم پیدا کیږي چې آن تر ۸۰ ټنه بار شوې وي.
د تلې دغه سیستم دنړیوالو په مرسته جوړ شوی خو د جریمې ډیره برخه د حکومت پر ځای شخصي جیبو ته ځي.
له ټاکلي اندازې لوړ بار شوی هر موټر ۶۰۰۰ افغانۍ ورکوي، خو د پيسو دا کچه د موټر چلوونکیو او د تلې د مامورینو له جوړجاړي سره هم تړلې.

دوه اونۍ وړاندې ولسمشر اشرف غني د ختیځو ولایتونو له والیانو سره په ویډیو کنفرانس کې ویلي چې په دغه تله کې تورن ټول کسان دې څارنوالۍ ته وپيژندل شي.
پخوا هم څو څو ځلې په دغه لانجمنه تله کې دفساد موضوع را پورته شوې و او د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال دغه تله یو کال تړل شوې وه خو وروسته یې بیرته په کار پیل وکړ.
اوس د لنډه وخت لپاره، دغې تلې ته له کابله نوي مامورین ورغلي چې دفساد اصلي ځالې ومومي دي.
دوی هره ورځ لسګونه هغه موټر جریمه کوي چې له ټاکلې اندازې ډیر بار شوې وي.
د افغانستان حکومت پر سړکونو له ۸ میلیارده ډالرو ډیرې پیسې لګولې دي. تر اوسه ۱۶ زره کلیومتره سړکونه پاخه شوي، خو دغه سړکونه درنو موټر سخت زیان اړولی دی.

د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخیلوال له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي و چې دافغانستان سړکونو ته هر کال څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالره زیان رسیږي چې ډیره برخه یې دغه ډول لویې لارۍ ور اړوي.
درنۍ بار شوې لارۍ تر ډیره د تورخم له لارې افغانستان ته ننوځي. اوس د ننګرهار سرپرست والي عطاالله لودین وايي "د دې وس نه لري چې په دغه تله کې د فساد مخه ونیسي".
اوس د دغې تلې دفساد قضیه د ولسمشر اشرف غني پر میزه پرته ده خو لا مالومه نه ده چې د دغې موضوع د حل لپاره به څه پریکړه کوي.









