سرپل کې تښتول شوي اووه کسان خوشې شوي

د سرپل ولایت د پولیسو مشر وايي طالبانو پیل کې د پیسو غوښتنه کړې وه چې و نه منل شوه.
د عکس تشریح، د سرپل ولایت د پولیسو مشر وايي طالبانو پیل کې د پیسو غوښتنه کړې وه چې و نه منل شوه.

د افغانستان د شمالي ولایت سرپل د پولیسو مشر حبیب الله ګلبهاري وايي اووه کسان چې ۱۳ ورځې مخکې طالبانو تښتولي وو، له هېڅ راز جوړجاړي پرته خوشې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه دغه مساپر د کابل، بلخ او سرپل ولایتونو نه خپلو کورونو ته روان وو چې د بلخاب په سیمه کې د حمل پر ۱۲مه د طالبانو له لورې وتښتول شول.

ښاغلي ګلبهاري تر دې وړاندې د تښتول شویو کسانو شمېر ۱۱ ښودلی و خو له بي بي سي سره په نننۍ مرکه کې (سې شنبه، د حمل ۲۵مه) هغه وویل چې اووه کسان تښتول شوي وو او ټول خوشې شوې دي.

د سرپل ولایت د پولیسو مشر زیاته کړه د دغو کسانو د خوشې کېدو په بدل کې طالبانو ته هېڅ ډول امتیاز نه دی ورکړل شوی او دا چې طالبانو د سپین روبو او د ولایتي شورا د غړو له منځګړتوب وروسته دغه پرېکړه کړې ده.

هغه زیاته کړه طالبانو پیل کې د پیسو غوښتنه کړې وه چې و نه منل شوه.

دغه تښتول شوي کسان داسې مهال خوشې کېږي چې د ۳۱ نورو مساپرو برخلیک چې نږدې دوه میاشتې مخکې په سوېلي زابل ولایت کې تښتول شوي وو، لا هم څرګند نه دی.

د دغو کسانو کورنۍ له تېرو دوو اوونیو راهیسې په کابل کې د احتجاج په توګه راغونډ شوي او د کورنۍ د غړو د خلاصون غوښتنه کوي.

د افغانستان اجرایوي مشر عبدالله عبدالله څلور ورځې مخکې له دغو کورنیو سره ولیدل او و یې ویل چې حکومت په ډېر جدي ډول د دغو کسانو د خلاصون مسله تعقیبوي.

نوموړي همدا راز ویلي وو نه شي کولی د خلاصون د هڅو جزیات په علني ډول څرګند کړي خو په یوه شخصي کتنه کې به په دې اړه کورنیو ته مالومات ورکړي. دغه شخصي کتنه تر اوسه نه ده ترسره شوې.