سرپل کې ۱۱ افغان سپرلۍ تښتول شوې

د افغانستان په شمال سرپل ولایت کې ځايي چارواکي وايي وسله والو کسانو په دغه ولایت کې لږترلږه ۱۱ مساپر وتښتول او یو نامالوم ځای ته یې لېږدولي دي.
د سرپل ولایت د پولیسو مشر حبیب ګلبهاري بي بي سي ته وویل ټول تښتول شوي کسان ولسي وګړي دي او په خپلو ورځنیو کارونو کې بوخت وو.
د نوموړي په وینا دغه کسان له بلخاب ولسوالۍ نه د ولایت مرکز ته یا برعکس له مرکزه د بلخاب ولسوالۍ ته د تلو په اړه زړه نا زړه وو.
د ښاغلي ګلبهاري په وینا د سنګچارک په ولسوالۍ کې پر لاره د دوی ګاډی د وسله والو کسانو له خوا ودرول شو او سپرلۍ یې وتښتول شوې.
د پولیسو مشر وویل طالبانو سره تړلو کسانو تېره شپه په دغه سیمه کې کمین نیولی و او نن سهار یې دغه موټر ودراوه او لږترلږه ۱۱ کسان یې ونیول.
نوموړي زیاته کړه دغه کسان یو نامالوم ځای ته لېږدول شوي او افغان امنیتي ځواکونو د دغو کسانو د خلاصون لپاره پوځي عملیات پیل کړي دي.
تر اوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسولیت نه دی منلی.
څو ورځې وړاندې هم د بلخ ولایت ځايي چارواکو اعلان وکړ چې د شولګره په ولسوالۍ کې یو شمېر مساپر تښتول شوي دي.
د شولګره ولسوال سراج الدین عابد ویلي وو پنځه کسان د حمل په لسمه هغه مهال چې د سمنګان ولایت د صوف درې ولسوالۍ نه د بلخ ولایت د مزار شریف ښار ته پر لار وو، وتښتول شول.
په دې وروستیو کې افغانستان کې د سړي تښتونې پېښې زیاتې شوې دي.
څو ورځې وړاندې د دایکندي په ولایت کې ۲۰ مساپر او موټر چلونکي وتښتول شول او بیا خوشې شول.
څه دپاسه یوه میاشت مخکې هم د کندهار – کابل پر لویه لاره د زابل په ولایت کې ۳۱ مساپر وتښتول شول چې تر اوسه یې برخلیک څرګند نه دی.
دغه کسان د دوشنبې پر ورځ (د حوت څلورمه) هغه مهال چې په دوو سپرلۍ وړونکو بسونو کې له کندهاره د کابل په لور روان وو، د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ کې ناپېژندل شویو کسانو ونیول.








