پولیو ولې لاهم په افغانستان او پاکستان کې شته؟

په افغانستان او پاکستان کې د پوليو نوې قضيې ثبت شوې دي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په افغانستان او پاکستان کې د پوليو نوې قضيې ثبت شوې دي
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي اسلام اباد

په ماشومانو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ نوې پېښې د نړۍ يوازې په دوو هېوادونو افغانستان او پاکستان کې ثبت شوې دي او په دغو دوو هېوادونو کې ډېری د پښتون مېشتو سیمو ماشومان د دغې ناروغۍ له امله د تل لپاره معیوب کېږي.

پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ، دغه وایروس اوس مهال د نړۍ په لر او بر کې یوازې په دوو هیوادونو افغانستان او پاکستان کې لاهم ماشومان په تلپاتې معیوبۍ اخته کوي. په ۲۰۱۵ م کال کې په یادو دوو هېوادونو کې پولیو ناروغۍ ۷۴ ماشومان معیوب کړي وو.

د پولیو ناروغۍ ضد کارکوونکې ادارې وايي، افغانستان ته هم دا وایروس له پاکستانه ورغلی دي. په پېښور کې د پولیو رنځ ضد نړیوالې ادارې کارکوونکی ډاکټر محمد جوهر په افغانستان او پاکستان کې لا هم د پولیو د شتون لامل ناامني یادوي.

د ډاکټر جوهر په خبره په زياتره سیمو کې د ناامنۍ له امله د پولیو ضد کارکوونکي نشي کولی، چې کور پر کور وګرځي او ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد څاڅکي يا واکسين ورکړي.

د ملګرو ملتونو د روغتيا نړیوالې ادارې په خبره په پاکستان کې د پولیو ډېری پېښې په پښتون مېشتو سیمو کې ثبت شوې او همداسې په افغانستان کې هم ډېری ماشومان له ډيورنډ کرښې سره څېرمه ګوزڼ وهلي دي.

د پاکستان د قبايلي سيمو په ګډون په اکثره نورو سیمو کې وخت ناوخته د وسله والو له خوا د پولیو ضد کارکوونکو پر ډلو بریدونه کېږي، چې له امله يې ډېری کارکوونکي لرو پرتو او ناامنو سیمو ته تګ ته زړه نه ښه کوي.

د پولیو ضد ناروغۍ کارکوونکي وايي، د یادې ناروغۍ د نه خمتېدو یو لوی لامل هغه کورنۍ دي، چې لا هم خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ورکوي.

خو په پېښور کې مېشت دیني عالم مفتي ظفر وايي، اکثره علماو اوس دا فتواوې ورکړې، چې ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول هېڅ تاوان نه لري.

د پاکستان د پښتون مېشتو سیمو په شمول په افغانستان کې هم د ځينو کلیو ديني عالمان، ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد واکسينو ورکولو مخالف دي، خو د دې برعکس په ښاري سیمو کې بیا علما وايي، د پولیو یوازینی درمل ماشومانو ته همدا د څاڅکو ورکول دي.