خيبر کې د پوليو ضد واکسينو يو کارکوونکی وژل شوی

د عکس سرچینه، AFP
د ډيورنډ کرښې سره نژدې قبايلي سيمې خيبر ځايي چارواکي وايي وسله والو کسانو د ګوزڼ (پوليو) واکسينو يو کارکوونکی په ډزو وژلی دی.
يوه چارواکي بي بي سي ته ويلي، پېښه د خيپر په لنډي کوتل کې رامنځ ته شوې ده.
دغه شخص زياتوي، د پوليو پر ضد واکسينو يو کارکوونکی اختر خان په خپل کلينک کې پر کار بوخت و چې څو وسله والو کسانو پرې ډزې وکړې چې په ترڅ کې نوموړی سخت ټپي شو او په روغتون کې يې ژوند له لاسه ورکړ.
د دولتي کارکوونکي په وينا پوليسو يو کس د دغه بريد په تړاو نيولی، ځايي اوسېدونکي وايي وژل شوي کس په سيمه کې د پوليو پر ضد واکسينو کمپاين کې برخه اخيسته.
له اوږدې مودې وروسته په خيبر کې د پوليو پر کارکوونکو بريد شوی تر دې وړاندې هم په دغه سيمه کې د پوليو کارکوونکي په نښه شوي وو.
تراوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.




