کوټه کې د ګوزن یوه نوي ناروغ نوم ثبت شوی دی

د عکس سرچینه، AFP

د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې د ګوزڼ ( پولیو ) د یوه نوي ناروغ نوم ثبت شوی دی.

دې سره نوموړی په سیمه کې د روان کال اوږدو کې د ګوزن لومړنی ناروغ بلل شوی.

د روغتیا ایالتي چارواکي وايي اکرام احمد دوه نیم کلن دی او د سمنګلي سیمې اوسیدونکی دی.

تېر کال د کوټې په شمول د بلوچستان بېلو سیمو کې د ګوزن شپږو ناروغانو نومونه ثبت شوي وو.

پاکستان کې تېره اونۍ ۸۳ هغو سیمو کې د ګوزن ضد واکسین ماشومانو ته ورکړل شول، چې د دغې ناروغۍ د خطر کچه پکې لوړه بلله کېږي.

د عکس سرچینه، AP

چارواکي هغه سیمې له دغه ډول خطر سره مخامخ بولي، چې مخکې هم پکې د ګوزن ناروغان لیدل شوي وي او یا یې ورته تګ راتګ ډېر وي.

دې سره هغه سیمې هم له خطر سره مخامخ بللې کېږي، چې مېندې پلرونه پکې ماشومانو ته د واکسین له ورکړې انکار کوي او یا یې د واکسین پر مهال ماشومان کور کې موجود نه وي.

د واکسین ورکړې پر مهال د بلوچستان ۱۵ داسې سیمو کې ماشومانو ته واکسین ورکړل شوي وو، چې د دغې ناروغي شتوالي احتمالي خطر پکې موجود و.

پاکستان حکومت د هېواد په کچه ګوزن یو بیړنیز خطر بولي او داسې مرکزونه یې جوړ کړي، چې د ګوزن مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي.