هرات کې ۱۵ تښتول شوي ماین پاکان راخوشي شوي

د عکس سرچینه، .
د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې چارواکي وایي، ناپېژانده وسله والو کسانو د ماین پاکۍ یوې موسسې ۱۵ کارکوونکي چې د هرات – اسلام کلا له لویې لارې تښتول شوي وو، راخوشي شوي او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.
د هرات د ولایتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه ماین پاکان تېره ورځ (شنبه) مازدیګر مهال د چارواکو او قومي مشرانو په هڅو راخوشي شوي.
که څه هم د ولایت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد ماین پاکان د والي، امنیه قومندان او قومي مشرانو په هڅو خوشي شوي، خو تېره ورځ د هرات پولیسو ویلي وو، چې دوی یې د خلاصون لپاره عملیات پیل کړي، خو د ولایت په اعلامیه کې د عملیاتو کومه یادونه نه ده شوې.
دغه ۱۵ ماین پاکان وړمه ورځ د ایران پولې ته څېرمه د کهسان ولسوالۍ له شبش سیمې تښتول شوي وو.
اعلامیه وايي، راخوشي شوي ماین پاکان له خپلو کورنیو سره یوځای شوي. وايي ټول ماین پاکان د کهسان ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
په هرات کې زموږ خبریال محمد قاضي زاده وايي، دغه ماین پاکان په سرحدي سیمو کې د کار لپاره روان وو، چې وتښتول شول.
که څه م د ولایت اعلامیه وايي، دا کسان وسله والو طالبانو تښتولي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
تېره ورځ د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بي بي سي ته وویل، دغه ماین پاکان تېره ورځ له غرمې وروسته د ایران پولې ته څېرمه د شبش له سیمې تښتول شوي.
ښاغلی جیلاني وایي، دوی د ماینونو شنډولو لپاره اسلام قلعه ته روان وو. د هغه په خبره تښتوونکو د ماین پاکۍ موسسې څلور موټر هم له ځانه سره وړي دي.
جېلاني وویل، په تښتول شویو ماین پاکانو کې بهرنی وګړی نشته او "ټول د کهسان ولسوالۍ بېوزلي اوسېدونکي دي."
د والي ویاند وویل، امنیتي ځواکونو د تښتونکو د پيژندلو لپاره عملیات پیل کړي دي.
ولایتي چارواکو سیمه ییزو قومی مشرانو هم غوښتي چی د تښتول شویو کسانو د بېرته خوشي کېدو لپاره هڅی وکړی.
د ماینونو شتون په افغانستان کې لا هم یوه جدي ګواښ دى، چې ماین پاکوونکو ادارو د ۲۰۱۳ کال د شمېرو له مخې هره میاشت په افغانستان کې په منځنۍ توګه ۴۰ تنه د ماینونو قرباني کېږي.








