هلمند کې وسلوالو طالبانو ۱۲ ماین پاکان وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان سویلي ولایت هلمند کې وسلوالو طالبانو د (سټارلاین) په نوم د ماین پاکولو موسسې ۱۲ تنه کارکونکي وژل دي.
د هلمند د والي ویاند عمرځواک وایي،دغه پېښه نن شنبې(دسمبر ۱۳) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د نادعلي ولسوالۍ اړوند د څرخک په سیمه کې رامنځته شوې.
ښاغلی ځواک وایي، په دغه برید کې د ماین پاکولو د موسسې ۱۲ تنه کارکوونکي چې په سیمه کې د ماین موندنې په چارو بوخت وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه د دغه برید سره سم د ملي پوځ پلې او هوایي ځواکونه سیمې ته رسیدلي، چې د ده په خبره درې تنه وسله وال طالبان یې وژل او څلور نور یې ژوندي نیولي دي.
په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال غلام فاروق پرواني هم پیښه تایید کړه خو د تلفاتو په اړه یې ناخبرې وښوده.
بل خوا د همدې موسسې یو تن کارکوونکي د نوم د نه ښودولو په شرط بي بي سي ته وویل، چې په دغه برید کې د دوی ۱۲ تنه ملګري وژل شوي او تر لسو زیات ټپیان یا خو ترې تم شوي دي.
دغه سرچینه وایي، چې دوی په دغه سیمه کې د تیرو څو میاشتو راهیسې د ماین کولو پر چارو بوخت و.




