هرات کې طالبانو شپږ ماین پاکان وژلي دي
د افغانستان لوېديځ هرات کې چارواکي وايي د هغې پېښې پلټنه يې پيل کړې چې يو شمېر ماين پاکان په کې د دغه ولايت په يوې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
دا کار کوونکي نن سهار د گلران ولسوالۍ کې د وسله والو بريد کې وژل شوي وو.
د طالبانو يوه وياند د دې پېښې د مسوليت د منلو پر مهال ويلي چې دا کسان له دوى سره دي.
افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دى چې په ميليونونو ماينونه په کې ښخ شوي او ملکيانو ته يې تل د مرگژوبلې ګواښ پېښ کړی دی.
د هرات د والي وياند احسان الله حيات د پېښې جزييات راکوي.