ملي امنیت: کندهار کې مو 'د ځانمرګو برید کوونکو ۳ شبکې' نیولې

د عکس سرچینه، NDS
د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د افغانستان په سوېلي کندهار ولایت کې 'د ځانمرګو برید کوونکو د درو شبکو' ۱۵ غړي نیولي دي.
دغې ادارې په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، ددغې شبکې غړو غوښتل په کندهار ولایت کې ځانمرګي بریدونه او بمي چاودنې وکړي.
د ملي امنیت ادارې یوه وېډیو هم خپره کړې ده، چې ظاهراً ددغې شبکې غړي یې پکې ښکاره کړي دي.

د عکس سرچینه، KMIC
په وېډیو کې ظاهراً دغه کسان د دولت پرضد پر خپلو فعالیتونو اعتراف کوي.
ملي امنیت اداره وايي، ددغو کسانو په نیول کېدو سره یې کندهار ولایت کې د 'بې ګناه خلکو د وژل کېدو' مخه نیولې ده.
دغه کسان داسې مهال نیول شوي، چې یوه ورځ وړاندې کندهار ولایت کې د افغانستان د پوځ یو جګپوړی افسر د وسله والو له خوا ووژل شو.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ویلي طالبانو جنرال خان اغا اڅکزی، چې د کندهار د قول اردو ملکي سلاکار و، د وري پر پنځمه ماښام مهال وژلی دی.
د نوموړي د وژلو مسؤولیت وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستی دی.








