کندهار کې د افغان پوځ یو جنرال وژل شوی دی

د عکس سرچینه، f

د افغانستان سوېلي ولایت کندهار چارواکي وایي، د وسله والو کسانو په برید کې د پوځ یو لوړپوړی جنرال وژل شوی دی.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وایي، د ۲۰۵ اتل قول اردو د ملکي چارو مرستیال جنرال خان آقا اڅکزی تېر ماښام (حمل/ وري ۵ مه) د لمانځه پرمهال په ډزو وژل شوی دی.

د خپلواک په خبره، د سوېلي حوزې د اردو مرستیال د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د دوو کسانو لخوا په نښه شو.

د کندهار د والي ویاند وایي، جنرال اڅکزی ټپي شوی و، خو روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړه.

د کندهار دولتي چارواکو ویلي، په دغه برید کې د اڅکزي زوی ټپي شوی او دواړه بریدګر د اڅکزي د ساتونکو په ډزو کې وژل شوي دي.

طالبانو ددې برید د مسوولیت منلو په ترڅ کې ویلي، نوموړی د دوو ځانمرګو بریدګرو لخوا په خپل مېلمستون کې وژل شوی دی.

قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي ویلي، پر اڅکزي سربېره، د افغانستان پوځ یوشمېر نور سرتېري هم وژل شوي، خو دا ادعا دولتي چارواکو نه ده تایید کړې.

کندهار د طالبانو د حکومت پرمهال ددې ډلې اصلي مرکز وو او په وروستیو کلونو کې هم دې ډلې هڅه کړې په کندهار کې خپل قدرت او نفوذ بیا ترلاسه کړي.