کندوز کې د ښځو او ځوانانو رادیو بیا فعالیت پیل کړ

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ادارې ویلي، د افغانستان په په شمال ختیځ کندوز ولایت کې د طالبانو د برید له کبله 'د ښځو او ځوانانو' تړل شوې رادیو بېرته خپل فعالیت پیل کړی دی.
دغه رادیو د یاد پروګرام په مرسته بېرته پیل شوې ده.
د دغې ادارې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ''شایسته'' او ''کیهان'' په نومونو رادیوګانې نن (سه شنبې، کب ۱۸مه)، خپل فعالیت بېرته پیل کړی دی.
دغه رادیوګانې په تېره تله میاشت کې پر کندوز د طالبانو د برید په پایله کې وتړل شوې.
د ملګرو ملتونو خبرپاڼه وايي، د دغو دواړو سیمه ییزو رسنیو کارکوونکي له کندوز ولایت نه د ناامنیو له کبله وتلي وو.
د یادو رادیوګانو پروګرامونه په کندوز او څنګلورو ولایتونو کې اورېدل کېدل. دوی تر ډېره د روغتیا، روزنې او د ښځو د حقونو په اړه خپرونې کولې.
د ''کیهان'' په نامه رادیو مشرې زرغونه حسن ویلي چې ''په راتلونکو میاشتو کې د ښځو د حقونو د پوهاوي او د ځوانانو د اړوندو مسلو په اړه کار کوي''.
هغې وړاندې بي بي سي ته ویلي وو، د رادیو پروګرام یې د تېر سپتمبر پر ۲۸مه هغه مهال بند شو، چې طالبان کندوز ته ننوتل.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د جندر د پروژې مشرې سسیلیا انکیوبي ویلي، په کلیوالو سیمو کې سیمه ییزې رادیوګانې د ښځو د حقونو د پیغام په رسولو کې غوره وسیله ګڼل کېږي.

په افغانستان کې شاوخوا ۷۰ سلنه وګړي رادیوګانې اوري او ۴۵ نور بیا تلوېزیون ګوري.








