بغلان کې یوه سیمه ییزه رادیو تړل شوې

دغه څه د افغانستان د نافذه قوانینو خلاف چاره ده او دغلته د بیان د ازادۍ سره اړخ نه لګوي

د عکس سرچینه، radio

د عکس تشریح، دغه څه د افغانستان د نافذه قوانینو خلاف چاره ده او دغلته د بیان د ازادۍ سره اړخ نه لګوي

د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بغلان کې یوه سیمه ییزه راډیو له هغه وروسته وتړل شوه چې یو شمېر ملایانو او د هغه ولایت دیني عالمانو پرې تور پورې کړ چې ګواکې دوی ته یې سپکاوی کړی.

د بغلان پولیس وايي، چې دغه راډیو یې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه وتړله او له دوولسو تنو کارکونکو یې پوښتنې ګرویږنې روانې دي.

خو د خبریالانو ټولنې وايي، دغه څه د افغانستان د نافذه قوانینو خلاف چاره ده او دغلته د بیان د ازادۍ سره اړخ نه لګوي.

محمود کوچی خپل رپوټ کې لیکي: د بغلان ولایت چارواکي وايي، دغه راډیو چې د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې یې خپرونې کولې په تیراختر کې یې داسې خپرونې خپرې کړې چې د عالمانو د ولایتي شورا غصه یې راپارولې او په پام کې وه چې دغه راډیو ته اور ورته او کارکونکو ته یې سخته سزا واورول شي.

د بغلان د پولیسو قومندان جنرال امین الله امرخیل وايي، چې دوی د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه دغه راډیود لنډ مهال لپاره تړلې او د نیول شویو کارکونکو نیمايي یې بېرته خوشي کړي دي.

خو د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې د بغلان په ولایت کې د دغې راډیو تړل او یا یې په خبریالانو بندیزونه د افغانستان د قوانینو خلاف چاره بولي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب اداراې نۍ د څار د برخې مشر صدیق الله توحیدي د بغلان د چارواکو دغه کړنه ناقانونه بولي.

که څه هم چې نوي افغان حکومت د بیان د ازادۍ کلکه ننګه کړې او دا ژمنه یې هم کړې چې د رسنیو د کړو وړو لپاره به منظمه اډانه جوړه کړې خو د داسې کسانو شمېر هم کم نه دی چې وايي، افغان حکومت تل رسنۍ تر خپل څار لاندې ساتلې او په بېلابېلو پلمو یې پر هغوی بندیزونه لګولي دي.

په افغانستان کې تېره لسیزه تر نورو ټولو برخو د رسنیو بازار ډېر تود و همدا اوس دغلته شاوخوا ۹۰ ټلویزیوني چینلونه، ۲۲۰ راډیوګانې او تر ۴۰۰ زیاتې ورځپاڼې او مهالنۍ خپریږي چې تر ډېره یې د سیمې د هېوادونو په کچه ساری نه لیدلی کېږي.