ننګرهار کې د 'داعش' رادیو ترشا څوک و؟

د عکس سرچینه، BBC Bangla

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د 'خلافت غږ' په نوم د 'اسلامي دولت' نومې ډلې رادیو تېره اونۍ د امريکا د بې پېلوټه الوتکې بريد کې له منځه تللې، اوس داسې راپورونه دي چې دې راديو سره يوه سيمه ايز خبريال ملگرى شوى و، دا چې د دغې رادیو د فعالیت تر شا د چا لاس و او ولې یو سیمه ییز خبریال له 'داعش' راډیو سره یو ځای شو؟ زموږ همکار سید انور د دغو پوښتنو د ځواب لپاره ننګرهار ته ورغلی و.

په جلال اباد ښار کې کې نژدې ٢٠ اېف ایم رادیوګانې یو له بل سره سیالۍ کوي. د دې رادیوګانو ډېری خپرونې پر خبرونو سره بېره په بوختوونکو او دینې مسایلو ورټولې وي.

دلته د ولسواکۍ په پار پيل شوې راډیوګانې هله ساه نیولی شي چې د 'اسلامي دولت' نومې ډلې 'خلافت' نومې یوه رادیو تر نورو په زورورو څپو خپرونې پیل کړې. د 'داعش' راډیو په جلال اباد او شاوخوا سیمو کې نژدې درې میاشتې په پښتو او درې خپرونې درلودې.

طالب او حکومت ضد تبلیغات

لا معلومه نه ده چې په دغه راډیو کې، چې خپرونې یې له اچین ولسوالۍ پیل کړې، څومره کسانو کار کاوه. د دې راډیو د خپرونو لویه برخه دیني مسایلو، د طالب او حکومت ضد تبلیغاتو او له 'داعش' ډلې سره د خلکو د یو ځای کېدو تشویق ته ځانګړې شوې وې.

خو جالبه لا دا ده چې د دې راډیو یو ویاند، له داعش سره تر یو ځای کېدو وړاندې په جلال اباد ښار کې لږ تر لږه له پنځو سيمه ايزه راډیوګانو سره خبریالي کړې ده.

هغه په معاصرو سټوډیوګانو کې د خبریالۍ زده کړې او په پای کې یې غږ له داعش راډیو واورېدل شو. د هغه پخواني همکارن وايي چې دی تندلاری نه و او په ګڼو داسې خپرونو کې یې ونډه لرله چې د ښځو د حقونو او کار لپاره جوړېدې. د هغه ډېری ملګري په دې باور دي چې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د هغه د پلار نیول کېدو، له داعش ډلې سره د ده یو ځای کېدو ته لاره پرانیسته.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور مشر اورنګ صمیم هم مني چې یو سیمه ییز خبریال له داعش راډيو سره کار کاوه:

''هو، ما واورېدل چې تللی، خو زه ددغه سړي له غږ سره آشنا نه یم چې کوم خبریال و. مشهوره څېره نه وه چې زه یې وپېژنم. د ننګرهار په هره رادیو کې تر ۵۰ ډېر کسان کار کوي''.

له هغې وروسته چې دی له داعش راډیو سره ځای شوی، د هغه پخواني همکاران په ننګرهار کې ګواښل شوې دي. په جلال اباد کې داسې یوې راډیو ته ورغلم چې همدا څو میاشتې وړاندې یې په دروازه کې چاودنه شوې او لا هم پرې د وېرې سیوری پروت دی.

د 'صفا راډیو' د خپرونو مسوول ذبیح الله رحیمزی بي بي سي ته، په جلال اباد کې د خبریالانو پر رواني حالت وغږېد:

''ورځپاڼه لیکونکي په داسې وضعیت کې دي، چې تر ماښامه د ژوندي پاتې کېدو هیله نه لري. ځکه په ټوله کې د افغانستان په هر ګوټ کې دا وېره شته او کابل کې هم خبریالان له ګواښ سره مخامخ دي، خو په سیمه ییزه کچه دغه ګواښ ډېر دی، ځکه چې طالبان، داعش ډله او نورې وسله والې ډلې عملاً ولسوالیو کې ستونزې راپیدا کوي''.

د 'خلافت' رادیو ویجاړول

له هغه، څو ساعته وروسته چې په جلال اباد کې مو له خبریالانو سره خبرې درلودې، د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې په ننګرهار کې یې د 'داعش' ډلې راډیو په هوايي برید کې ویجاړه کړې ده او ځینې وسله وال یې هم وژلې دي. لا مالومه نه ده چې دغه سیمه ییز خبریال چې له دې راډیو سره یو ځای شوی، په دې برید کې په نښه شوی او که نه؟

د خبریالانو په وینا، په ننګرهارکې د 'داعش' راډیو له فعالیت وروسته، په دغه ولایت کې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه ډېر شوې دي.

په تېر یوه کال کې په ننګرهار کې دوه خبریالان وژل شوې دي. پر دوو سیمه ییزو راډیوګانو او یوه خبري اژانس بریدونه شوې دي او د خبریالانو په وینا له لسو ډېر ژورنالیستان په مرګ ګواښل شوي دي.

د داعش اصلي ځاله د شینوارو اچین ولسوالۍ ګڼل کېږي. په تېرو څو میاشتو کې د ننګرهار د شینوارو ځینې ولسوالۍ د داعش هدف وې او ګڼ شمېر ولسي خلک یې وژلي او ټپیان کړې دي. لا هم دغه ډله په ننګرهار ستر ګواښ بلل کېږي.